طالبان له ماتې نهه کاله وروسته په څه حال کې دي؟

طالبان
Image caption طالبان وايي د خپل حکومت له ماتې نهه کاله وروسته يې اوس بېرته خپل پخوانی زور موندلی او هڅه يې دا ده چې په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو ته ماتې ورکړي.

په افغانستان کې پر طالبانو د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف لخوا له بريدونو څخه د نهو کلونو په تېريدو سره وسلوالو طالبانو په يوه خپره کړې اعلاميه کې د خپل غورځنگ او بهرنيو ځواکونو لاسته را وړنې او ور اوښتي زيانونه سره پرتله کړي دي.

رسنيو ته د وسله والو طالبانو په استول شوې اعلاميه کې راغلي چې د دوى پر وړاندې د نړيوال ايتلاف د غړو ترمنځ بې باوري او د سپينې ماڼۍ د چارواکو ترمنځ اختلافونه پيدا شوي دي.

دوی وايي د طالبانو پر وړاندې د نړيوالو ټولې پوځي ستراتيژۍ د نا کامې شوې دي .

طالبانو د خپل نفوذ د سيمې پراخېدل ، يو ځل بيا دافغانانو د ملاتړ تر لاسه کول د بهرنيو ځواکونو پر مهمو پوځي اډو، د د وى د جنگياليو لخوا د بريدونو ترسره کېدل ، او داسې نور خپلې مهمې لاسته راوړنې بللي دي .

خو له بلې خوا افغان حکومت او نړيوال ملاتړي يې پر دې ټينگار کوي چې د وسله والو مخالفينو نظم او جگړه ييز قوت يې شنډ کړى او اوس يوازې کولای شي

غلچکي بريدونه وکړي.

نهه کاله وړاندې په افغانستان کې د بي ٥٢ ډوله امريکايي الوتکو پر مټ د طالبانو واکمني ړنگه شوه او هغه مهال يې د بيا را غونډېدو او را ژوندي کېدو فکر ډېرو نشو کولى . خو د وخت په تېرېدو دغه وسله وال غورځنگ نه يوازې په افغانستان کې حکومت او ناټو ته سرخوږى پېښ کړ بلکې په واشنگټن او اروپايي پلازمينو کې يې چارواکي له يو لړ ننگونو سره مخا مخ کړي دي .

افغان حکومت په رسمي توگه د طالبانو د اوسني دريځ او پوځي وړتيا په اړه وايي چې له پوځي پلوه کمزوري دي خو په غير رسمي توگه حکومتي چارواکي مني چې په تېرو څو کلونو کې د هر کال په تېرېدو سره تاوتريخوالى ډېر شوی ا و ددغه غورځنگ پياوړتيا هم نه ردوي .

سره له دې چې نړيوال وايي د طالبانو جنگي ما شين يې په تېرو ٩ کلونو کې له منځه وړى ، د دوى بنسټ يې ويجاړ کړى او د سر- سر کسان يې ورختم کړي خو لا هم د دغه غورځنگ مشر ژوندى دى او په فرمان يې دا مهال په نژدې ټول افغانستان کې زرگونه وسله وال مخالفين د ناټو او افغان حکومت پر وړاندې وسله وال فعاليت کوي .

اوس يوه خبره چې له واشنگټن او اروپايي پلازمينو څخه زمزمه کېږ ي داد ه چې په افغانستان کې خپل ځواکونه لږ کړي او دافغان ځواکونو روزلو او مجهز کولو ته پام وکړي .

دوى فکر کوي چې طالب غورځنگ ته يې د بيا واک نيولو زور نه دى ور پرېيښى او په باور يې ددوى پر مټ روزل شوي سلگونه زره افغان ځواکونه به وکولى شي دخپل هېواد امنيت خوندي کړي .

Image caption دا په جلال اباد کې د ناټو ځواکونو يوه پوځي اډه ده چې څو مياشتې مخکې پرې طالبانو وسلوال بريدونه وکړل.

له طالبانو سره دخبرو اترو لپاره جوړه شوې د سولې د عالي شورا يو غړى ارسلا رحماني وايي سره له دي چې د طالبانو واکمني د بهرنيو ځواکونو پر مټ ړنگه شوې خو په باوريي اوس هم وسله وال طالبان د ناټو په څېر د نړۍ ستر پوځي ځواک له پوځي ننگونې سره مخا مخ کړى دی .

ښاغلى رحماني وايي اوس د طالبانو د خوځښت لپاره سيمه پراخه شوې ده او تر پاکستانه غځېدلې ده .

اوس طالبان د افغانستان او پا کستان په يوه نسبتا لويې جغرافيې کې فعال دي چې پر کابل او اسلام اباد سر بېره يې په سيمه کې له ځينو نور و هېوادونو سره هم يو لړ اندېښنې را پورته کړې دي .

خو ددې تر څنگ دا نظر هم زور اخلي چې جگړه د حل لاره نه ده او بايد د خبرو اترو له لارې دغه ستونزه هواره شي .