ناټو: په تخار مو يو طالب قوماندان وژلی دی

ايتلافي ځواکونه
Image caption تخار د افغانستان په شمال ختيځ کې پروت ولايت دی چې په دې ورستيو مياشتو کې پکې د طالبانو فعاليتونه پکې زيات شوي دي .

په افغانستان کې مېشت ايتلافي ځواکونه وايي په تخار ولايت کې يې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان وژلی دی .

په کابل کې د ايتلافي ځواکونو له لوري يوه خپره شوې ويناپاڼه وايي وژل شوی تن مولوي جوادالله نومېده .

دغه ځواکونه وايي مولوي جوادالله د تخار په ينګي قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو مشري کوله او د ايتلاف په يوه هوايي بريد کې له خپلو اوو ملګرو سره وژل شوی دی .

ويناپاڼې ويلي وژل شوي قوماندان د افغان پوځ او امنيتي ځواکونو د غړو په تښتولو کې هم لاس درلود دغه راز يې د چاودنو له امله ځايي خلکو ته ګواښونه پېښ کړي ول .

په ويناپاڼه ويل شوي مولوي جوادالله په کندور کې د پوليسو پر يوه مرکز باندې په بريد کې هم ښکېل و چې په پايله کې يې لږ تر لږه د ملي پوځ لس سرتېري وژل شوي ول .

سرچينه وايي ايتلافي ځواکونو له ډېر دقت وروسته خپل هدف په نښه کړی او وروسته افغان او ايتلافي پلي ځواکونه سيمې ته ورغلي دي چې يو شمېر وسلې هم په لاس ورغلې دي .

تخار د افغانستان په شمال ختيځ کې پروت ولايت دی چې په دې وروستيو کې پکې طالبان فعاله شوي او وخت نا وخته پر افغان او بهرنيو ځواکونو باندې غلچکي بريدونه کوي .

تېره ورځ هم ناټو ځواکونو په شمال لوېديځ ولايت فارياب کې د طالبانو د يوه مشر د وژلو خبر ورکړی و.

ناټو ځواکونو ويلي ول چې وژل شوی تن قاري ضياالدين نومېده چې فارياب ته د طالبانو له لوري نومول شوی والي و.

نوموړی له خپلو څو ملګرو سره يو ځای د فارياب په دولت اباد ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو د ګډو عملياتو په پايله کې وژل شوی و.