پر افغانستان د امريکا د بريد د پيل نهم کال

طالبان
Image caption نهه کاله وړاندې پر همدغې ورځ د امريکا د پوځي زور او هوايي بريدونو له امله په افغانستان کې د طالبانو د رژيم د ماتې ورځې پيل شوې، خو نن بېرته پر پښو درېدلي او له امريکا، افغان دولت او نړيوالې ټولنې سره مقاومت کوي .

نن له هغې نېټې ټيک نهه کاله تېر شول چې امريکا او متحدينو يې په افغانستان کې د طالب نظام د پرزولو عمليات پيل کړل.

واشنگټن يوه پرله پسې مياشت له طالبانو غوښتل چې د هغه په باور، د سپټمبر د يوولسمې پېښو پړه کسان او په سر کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن وروسپاري او که نو د لوېديځ جگړې ته دې ځان چمتو کړي.

خو طالبانو دغه غوښتنه ونه منله او ورسره جوخت امريکاييانو د ((تلپاتې ازادۍ)) په نامه عمليات پر افغانستان له بمباريو پيل کړل.

پر هغې نېټه د نړۍ د ټولو رسنيو د سر سر خبر افغانستان شو، له ختيځه تر لوېديځه ، هر چا او هرې رسنۍ همدا يو خبر درلود چې په پاى کې د امريکا ځواکمن پوځ پر طالب نظام اورونه اورول پيل کړل.

د امريکا ولسمشر جورج بوش ملت ته د وينا په ترڅ کې نړيوال خبر کړل چې خپلو پوځونو ته يې پر افغانستان د بريد قومانده ورکړې ده:

((جگړه په څو جبهو کې رانښتې. موږ به له دې وانه وړو، موږ به د ستړيا احساس ونه کړو، موږ به زړه ونه وهو او ماتې به ونه خوورو. په دې عملياتو کې زموږ خورا نژدې ملگرې، بريتانيا زموږ تر څنگ ولاړه ده. نورو نژدو ملگرو او په دې ډله کې کاناډا، اسټراليا، جرمني او فرانسې ژمنه کړې چې د عملياتو له غزېدو سره سم به ځواکونه چمتو کوي.))

د بي- ٥٢ ډوله الوتکو په گډون ١٥ بم غورځوونکې الوتکې د ميسوري له هوايي اډې څخه د گوزارونو لپاره پورته شوې چې د ((تلپاتې ازادۍ ))عمليات پيل کړي.

ورسره جوخت، په عرب سمندرگي کې د سمندري ځواک له بيړيو نه د تاماهاک کروز توغنديو پرله پسې گوزارنه پر کندهار، کابل، جلال اباد او نورو هغو سيمو راپرېوتل، چې امريکا د طالبانو او القاعدې مهم مرکزونه بلل.

ددفاع وزير ډونالډ رمز فيلډ خبر ورکړ چې لومړني هدفونه د طالبانو د قوماندې مرکزونه، هوايي ډگرونه او د هوايي مدافع سيستم دى چې ويجاړول يې د دوى ځواکونو ته د عمل ازادي په برخه کولى شي.

د هوايي گوزارنو تر پيل شاوخوا دوه ساعته وروسته، سي -١٧ ډوله الوتکو له هوا څخه د خوړو د زرگونو کڅوړو، درملو او خبرپاڼو شيندل پيل کړل چې په کې پر افغانستان ددغو گوزارنو هدفونه روښانه شوي وو.

د دفاع وزير رمزفيلډ هم هڅه کوله، افغانان ډاډه کړي چې ددې عملياتو نښه هغوى نه دي: ((که څوک ووايي چې دا بريدونه په يو ډول نه يو ډول د افغانستان يا د افغان ولس پر خلاف دي، بيخي بيخي ناسمه خبره به وي.))

په داسې حال کې چې امريکا او متحدينو يې د اکټوبر په هغو لومړيو شپو او ورځو کې يوازې هوايي زور کاراوه، په افغانستان کې دننه شمالي ټلوالې ورسره د پلو عسکرو په توگه مرسته پيل کړه.

ټلواله چې د خپل مهم قوماندان احمد شاه مسعود په بايللو سره خورا څپ څپانده شوې وه، پر طالبانو د امريکايي عسکرو د بريدونو په پيل سره بيا راوخوځېده.

ډاکټر عبدالله د هغې په استازيتوب نړيوالو رسنيو ته معلومات ورکول: ((تر اوسه د ولسي وگړو د تلفاتو يا زموږ د ځواکونو د مرگ ژوبلې خبر نشته. تر اوسه لا د لومړۍ جبهې څنگ ته پرتې سيمې لگېدلې نه دي. موږ پرون په کابل کې ولسي وگړو ته خبر ورکړى و چې له پوځي هدفونو څخه ځانونه لېرې وساتي.))

که څه هم په لومړي سر کې د طالبانو مقاومت ټينگ برېښېده، خو تر شاوخوا پنځو اوونيو وروسته يې پښې په کابل کې وښوېدې،په داسې حال کې چې لا د مخه له مزارشريف نه وتلي ول.

په څه له پاسه دوو مياشتو کې د طالب رژيم لمن د افغانستان له لويو ښارونو نه ټوله شوه.

خو نهه کاله وروسته طالبان نه يوازې، لکه هغسې چې امريکا اعلان کړى و له منځه نه دي تللي بلکه له القاعدې سره په گډه د يوه نوي قوت په توگه بيا را دبره شوي دي.

خو په کاناډا کې د افغانستان سفير جاويد لودين وايي د طالبانو قوت موقتي دى او لوېديځ اړ دى چې د خپل ملي امنيت د گټو له مخې د افغانستان جگړه د بري تر پولې ورسوي.