په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هېلمند : تېر څو کلونه او اوسنی حالت يې

د افغانستان سويلي ولايت هېلمند لا هم د پوځي عملياتو او کوکنارو د کر له مخې د خبرونو په سر ، سر کې ځاى لري .

له دې سره سره چې په دغو برخو کې ځينې هڅې هم شوې ، خو لا هم ويل کېږي چې هېلمند د کوکنارو د کر له پلوه په ټول افغانستان کې لومړى ځاى لري ، خو په ټوله کې د تېرو کلونو په پرتله هېلمند د ځينو پرمختگونو شاهد هم پاتې شوى دی .

په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر داود اعظمي څو ورځې وړاندې هېلمند ته تللى و او د اونۍ په ځانگړي ريپوټ کې د خپلو سترگو ليدلى حال بيانوي :