کرزی: مخالفینو ته خپلې سیمې مه پرېږدﺉ

حامد کرزی
Image caption ولسمشر کرزي کندهار ته د خپل دغه سفر پرمهال یوځل بیا وسله وال مخالفین وهڅول چې وسلې پرځمکه کښېږدي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

ولسمشر کرزي چې د يوه پلاوي په مشرۍ د کندهار ولايت ته سفر کړى و، هلته يې د همکارۍ په نامه د روانو عملياتو دريم پړاو وارزاوه او هغه يې په دغې سيمه کې د سولې او ټيکاو په راوستو کې مثبت گام وباله.

دا په تېرو څو مياشتو کې کندهار ته چې هلته د همکارۍ په نامه عمليپات پيل شوي، د افغان ولسنشر حامد کرزي دريم سفر دى چې د افغان حکومت د جګپوړو چارواکو ترڅنګ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشر قوماندان او د امریکا سفیر هم ورسره و.

خو دا ځلې ښاغلي کرزي د کندهار د ولايت مفام پر ځاى د ارغنداب ولسوالۍ ته ورغلى چې تل ترېنه د تاوتريخوالي رپوټونه ورکول کيږي او په دې وروستيو کې د يو لړ پوځي عملياتو شاهده هم پاتې شوې .

هغه چې د سيمې شاوخوا زرگونو اوسيدونکو، قامي مشرانو او مخورو ته وينا کوله پر سيمه ييزو خلکو يې سختې نيوکې هم کولې چې گواکې د هغه په وينا د وسله والو مخالفینو له وېرې يې خپلې سيمې پرې ايښې او کندهار ښار ته راکډه شوي دي.

د ښاغلي کرزي په وينا که چېرته ولسي وگړي هغوى ته سيمې خوشې نه کړي، نو په باور يې چې د دولت هيڅ مخالف ځواک نه شي کولاى چې په سيمو کې په هسکه غاړه وسلې وگرځوي.

ښاغلي کرزي د کندهازر ښار نه پر تاو شوي امنيتي کمر بند هم نيوکه وکړه او ويې ويل که چېرته قامونه او ولسونه د دولت سره د امنيت په ټينگولو کې مرسته او همکاري وکړي نو په باور يې چې دغلته به امنيت ټينگ شي.

هغه په دې برخه کې د کندهار له مخورو وغوښتل چې خپل ځوانان دې د هغو سیمه ییزو امنیتي ځواکونو له ليکو سره يو ځاى کړي چې له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته کوي.

په همدې ترڅ کې د کندهار يو تن مخور فضل الدين اغا له ښاغلي کرزي وغوښتل چې که چېرته له هغوى سره حکومت په کړو ژمنو ودرېږي، نو په وينا يې دوى هم چمتو دي چې د سولې په راوستو کې له حکومت سره مرسته او همکاري وکړي .

ولسمشر کرزي کندهار ته د خپل دغه سفر پرمهال یوځل بیا وسله وال مخالفین وهڅول چې وسلې پرځمکه کښېږدي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

نوموړي وویل چې له پاکستان سره به خپلې خبرې روانې وساتي چې هلته د وسله والو مخالفینو پټن ځایونه له منځه یوسي.

ورته مطالب