ناټو وايي په سوېل او ختيځ کې یې ځواکونه زیات کړي

ناټو سرتېري په افغانستان کې
Image caption داسې ښکاري چې په شمال کې د ناټو لويه اندېښنه د پراخېدونکې تاوتريخوالي تر شا د نورو ډلو تر څنګ د ازبکستان د اسلامي غورځنګ شتون دی.

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي د امنيت د ټينګښت لپاره يې په سوېل او شمال ځواکونو زيات کړي دي.

نوي ځواکونه په شمال په کندوز او بغلان او په سوېل په کندهار او پکتيکا کې ځای پر ځای شوي دي. ناټو وايي په سوېل کې دغه ګام ددې لپاره اخستل شوي چې له ګاونډي پاکستان څخه اورپکي را وا نه وړي او په شمال کې غواړي چې په دې توګه اورپکي وځپي .

په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو له څو مياشتو راهيسې په ځينو سوېلي ولايتونو کې پوځي او پرمختيايي عمليات پيل کړي دي .

دغه ځواکونه وايي اوس يې هڅه داده چې د عملياتو تر څنګ به په سوېل کې د روان تاوتريخوالي د راکمولو لپاره يو کلک امنيتي کمربند جوړوي.

د کمربند د جوړلو له لويه موخه له ګاونډي پاکستان ته څخه د وسلوالو د را اوښتلو مخنيوی دی . د ناټو وياند جوزيف بلاټس وويل د همدې موخې لپاره يې وار له مخې په کندهار او پکتيکا ولايتونو کې د امريکايي ځواکونه نورې ډلې ځای پر ځای کړې دي:

''د کندهار ښار سوېل ته په سپين بولدک ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو يوه څارونکې ډله ځای پر ځای شوې ده ، چې له پولې د هغې خوا څخه کندهار د اورپکو تګ راتګ مخه و نيسي ، په ختيزه سيمه ييزه قومانداني چې پکتيا، پکتيکا، غزني او خوست پکې راځي ، دغلته هم نور امريکايي ځواکونو ځای پر ځای شوي دي ، چې د سيمې امنيت وساتي او له پولې هغې خوا څخه د ياغيانو د راتګ مخه ونيسي ځکه چې دغه سيمه له شمالي وزيرستان او مېرانشاه سره پر پوله پرته ده ، او دغه سيمه له کلونو راهيسې د حقاني د شبکې د تګ راتګ او فعاليت سيمه وه نو له همدې امله پکې امريکايي ځواکونه ځای پر ځای شول.'' ناټو وايي هڅه کوي دغه چاره پراخه کړي او د استخباراتي معلوماتو په مرسته يې بريالۍ کړي .

له دې سره همهاله ناټو ځواکونه وايي په لومړي ځل يې په کندوز او بغلان ولايت کې زرګونه امريکايي سرتېري د دې لپاره ځای پر ځای کړي چې دغلته راټوکېدلې امنيتي ستونزې او خوځښتونه وځپي :

Image caption د ناټو وياند جوزيف بلاټس وويل د همدې موخې لپاره يې وار له مخې په کندهار او پکتيکا ولايتونو کې د امريکايي ځواکونه نورې ډلې ځای پر ځای کړې دي.

''موږ په دې پوهېږو چې اورپکې د افغانستان په شمال په ځانګړې توګه په کندوز او بغلان ولايتونو کې فعاليتونه لري او ددې ګواښ د له منځه وړلو لپاره امريکا دغلته شاوخوا څلور زره سرتېري ځای پر ځای کړي چې ټول يې جګړه ييز عمليات نه کوي. دوی به پر امنيتي چارو سربېره له افغان امنيتي ځواکونو سره د سلامشورې او روزنې په برخه کې هم مرسته کوي. ''

داسې ښکاري چې په شمال کې د ناټو لويه اندېښنه د پراخېدونکې تاوتريخوالي تر شا د نورو ډلو تر څنګ د ازبکستان د اسلامي غورځنګ شتون دی.

ښاغلي بلاټس د ازبکستان د اسلامي غورځنګ نوم څو ځله تکرار کړ خو په وينايې په شمال کې يواځې هغوی امنيت نه خرابوي بلکې نورې ډلې هم ورسره ملګرې دي .

خو له دې ټولو سره سره ښاغلي بلاټس وويل چې په کابل کې له هغه وروسته امنيت ښه شوی چې افغان امنيتي ځواکونو دوه کاله مخکې دغې دندې ته اوږه ورکړه.