برهان الدین رباني د سولې د عالي شورا رييس وټاکل شو

رباني
Image caption برهان الدین رباني د سولې د عالي شورا غړی و.

د افغانستان د اسلامي جميعت نومي گوند او د مجاهدينو د حکومت پخوانى ولسمشر برهان الدين رباني نن د سولې د عالي شورا د غړو له خوا د دغې شورا د مشر په توگه وټاکل شو.

د سولې د عالي شورا په دويمه غونډه کې د شورا غړو نوموړى د خپلې شورا د مشرتابه لپاره و نوماوه .

تر دې وړاندې داسې گونگوسې وې چې گواکې د دغې شورا مشرتابه ته به د مشرانو جرگې رييس صبغت الله مجددي وټاکل شي، خو ښاغلي مجددي وايي چې د يو لړ اختلافاتو له امله هغه د دغې څوکۍ نه تير شو .

په پام کي وه چې د سولې د عالي شورا مشرتابه ته په هماغه لومړى غونډه کې يو کس ټاکل شوى واى، خو په هغې غونډه کې ښاغلى مجددي تيره اوونۍ د يو لړ روغتيايي ستونزو له امله نه و وغلى .

خو په دويمه غونډه کې چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه د اسلامي جميعت مشر برهان الدين رباني د شورا مشر غوره شو .

ښاغلي مجددي د دغې ټاکنې پر مهال ووپل سره له دې چې هغه په دې برخه کې پوره تحربه لرله او ډيرې ستونزې او لانجې گونجې د خبرو اترو له لارې مې هوارې کړې دي ، خو په وينا يې چې د شورا د غړو تر منځ د يو لړ اختلافاتو په وجه هغه له دغې څوکۍ نه تير شو :

''د هغو سوابقو او تجربو له مخې چې ما لرلې هيله مې دا وه چې د سولې د عالي شورا مشرتوب ما ته راکړل شي ، خو د يو لړ اختلافاتو په وجه چې د ځينو ورونو تر منځ و ، نو ما په دې برخه کې د ډير فکر او سوچ وروسته دا پريکړه وکړه چې دغه څوکۍ بل چا ته خوشې کړم ، يا يې استاد رباني ته پريږدم او يا بل څوک بل دغې څوکۍ ته ځان ونوموي نو ځکه زه ترينه تير شوم . ''

ښاغلي رباني په وينا په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره ټول افغانان بايد ونډه واخلي :

'' البته د رياست دنده يوازې اسمي بڼه لري ، خو اصلي چاره د ټولو ورونو او د ټول افغان ملت په غاړه پريوځي ، هغه کسان چې دا هيله لري چې هيواد يې د اوسنى وضعې نه وژغورل شي بايد په دې برخه کې هڅه او هاند وکړي . ''

Image caption په ارګ کې د سولې د عالي شورا په لومړۍ غونډه کې ولسمشر کرزي ويلي وو چې دا شورا به خپلواکه وي، خو د اړتیا په وخت کې به حکومت مرسته ورسره کوي.

د سولې د عالي شورا جوړيدنه چې دا مهال 68 غړي لري د سولې د مشورتي جرگې له پريکړو نه يوه وه چې له نن نه څلور مياشتې وړاندې د شاوخوا 1600 غړو په گډون په کابل کې جوړه شوې وه .

افغان حکومت وايي چې دغه شورا به خپلواکه وي او د حکومت له مداخلې پرته به د دولت د مخالفينو سره د جوړجاړي تگلاره جوړوي ، خو طالبانو لا له وړاندې د دغې شورا له جوړښت سره مخالفت ښودلى و .

تر دې مهاله وسله وال طالبان خپل تر تولو مهم شرط دا بيانوي چې له افغانستانه بايد بهرني ځواکونه وايستل شي .

ورته مطالب