ناټو: مرستندويه د ځانمرگي واسکټ قرباني شوه

لېنډا
Image caption په افغانستان کې ددغې وژل شوې مرستندويې ډېرو همکارانو هغې ته خپل درناوي وړاندې کړل. يوه ويل: هغه پر افغانستان مينه وه او خلک يې ورته خورا گران و. او زياته يې کړه: نورگروف ددې کړېدلي ملت يوه زړوره اتله وه.

په افغانستان کې د ناټو چارواکو پخه کړه چې برتانوۍ تښتول شوې مرستندويه، لينډا نورگروف، هغه مهال د تښتونکو له خوا په يوه چاودنه کې ووژل شوه چې امريکايي ځانگړي ځواکونه يې دژغورنې لپاره ورلنډېدل.

هغه تېره مياشت په کونړ کې تښتول شوې وه.

د ناټو له خولې، د هغې د ژغورنې هڅه د جمعې په ورځ وشوه، ځکه اټکل دا و چې له يوه ستر خطر سره مخامخ ده.

دلته د چارواکو وينا داده چې امريکايي ځانگړي ځواکونه د لينډا نورگروف ژغورنې ته بيخي ورلنډ شوي وو. ځينې سرچينې وايي چې دوى يوازې څو ثانيې د لينډا نورگروف له ځاى نه لېرې و، چې تښتوونکو يې چاودنه وکړه.

دغه چاودنه بې له شکه د ځانمرگي واسکټ وه چې يا د تښتونکي پر غاړه و او يا يې په لاس کې نيولى و.

د ناټو سرچينې وايي يرغمل کوونکي د جمعې پر ورځ خورا وارخطا وو او ځواکونو ته پته ولگېده چې آغلې نورگروف ته گواښ په ډېرېدو دى.

د ناټو وياند ډامېنيک ميډلي وايي:

"عملياتي ډلې ته جوته شوه چې هغه له کلک گواښ سره مخامخ ده او د هغې د ژوندي را ايستلو خورا گرانه پرېکړه يې وکړه، ځکه چې په هماغه شېبه کې د هغې ژوند انه ته سخت خطر پېښ و".

امريکاييان سيمې ته په چورلکه کې ورغلل او له هغه کور نه چې آغلې نورگروف په کې ساتل کېده، يو څه وړاندې پر رسيو راکوز شول او مورچلې يې ونيولې. چې څنگه يې د مخته تگ هڅه پيل کړه، ډزې پرې وشوې.

خو له دې سره سره يې هم ځانونه هغه کور ته ورسول او همدا چې ورننه وتو ته چمتو کېدل، چاودنه وشوه او آغلې نورگروف مرگوني ټپي شوه.

په افغانستان کې ددغې وژل شوې مرستندويې ډېرو همکارانو هغې ته خپل درناوي وړاندې کړل.

يوه ويل: هغه پر افغانستان مينه وه او خلک يې ورته خورا گران و. او زياته يې کړه: نورگروف ددې کړېدلي ملت يوه زړوره اتله وه.

ورته مطالب