پيټرياس د لينډا نارګرو د وژنې په اړه د نويو پلټنو امر کړی

ښاغلی پيټريس
Image caption ښاغلي پيټريس له هغه وروسته د نويو پلټنو امر وکړ چې د اغلې نارګرو د وژنې په اړه ځينې شکونه راپيدا شول .

په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه وايي د لينډا نارګرو تر وژنې وروسته پلټنو، شواهدو او د ژغورنې د ډلو له غړو سره خبرو اترو تر اوسه د هغې د وژنې لامل نه دی روښانه کړی .

مګر له دې سره سره اوس په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو مشر جنرال ډېويډ پيټرياس د ميرمن نارګرو د وژنې په اړه د پلټنو نوى امر کړی دی .

په افغانستان کې د امنيت مرستندويه نړيواله ځواکونه يا ايساف وايي د پلټنو امر له هغه سملاسي وروسته وشو چې د ژغورنې د عملياتو قوماندان د ميرمن نارګرو د وژنې په اړه زيات معلومات تر لاسه کړل .

د نارګرو تر وژنې څلور ورځې وروسته که څه هم د وژنې لامل لاسي بم بلل کېږي خو اوس د طالبانو پر ځای د ژغورنې ډلې ته ګوته نيول شوې چې ښايي دغه بم دوی کارولی وي .

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامېرن په لندن کې يوې خبرې غونډې ته وويل نارګرو کېدای شي د کوم بهرني سرتېري له لوري د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوې وي . ښاغلي کامېرن د جمعې پر شپه د ژغورنې د شويو عملياتو ننګه وکړه او ويې ويل دده حکومت تر هغه وروسته د عملياتو اجازه ورکړه چې پوه شول د نارګرو ژوند له سخت ګواښ سره مخامخ دی .

هغه وويل په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان ورته ويلي داسې معلومات يې موندلي چې شونې ده نارګرو د ژوغورنکې ډلې د کوم غړي له لوري د لاسي بم په مرسته وژل شوې وي .

د امريکا پوځ چې د ناګرو د راخوشې کولو لپاره يې عمليات کړي ويلي دوی به د بريتانيا په همکاري د پېښې په اړه پلټنې وکړي .

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند ډگرمن جان دورين بي بي سي ته وويل چې نويو معلوماتو د ده په وينا د ميرمن نارگرو د مړينې د لامل په برخه کې پوښتنې را پيدا کړي دي :

(( له دغو عملياتو وروسته هغه ټيم چې د ژغورنې پر چارو بوخت و هغه څه له سره شنل چې پېښ شوي و . نو د ټيم له غړيو پوښتنې وشوې چې د شوې پېښې په باب د هغوى نظر واخيستل شي .

پر دې سربيره د عملياتو د څار عکسونه هم و ، هغه هم وشنل شول کله چې دغه دواړه وشول نو دا خبره روښانه شوه چې ښايي د ميرمن نارگرو د مړينې د دلايلو په برخه کې پوښتنې وي او جنرال پيټريس سملاسي د بريتانيا حکومت ته په دې برخه کې حال ورکړ .))

Image caption د سکاټلنډ اوسېدونکې نارګرو 36 کلنه وه او له تېرو څو کلونو راهيسې يې په افغانستان کې دنده درلوده .

بله خوا د ناټو مشر اندريس فو راسموسين په برازيل کې ټينګار وکړ چې د بريتانيايۍ مرستندويې د وژنې اصلي مسولين هغه کسان دي چې دا يې تښتولې وه .

د سکاټلنډ اوسېدونکې نارګرو 36 کلنه وه او له تېرو څو کلونو راهيسې يې په افغانستان کې دنده درلوده .

دا د سپټمبر پر 26 له دريو افغان ملګرو سره يو ځای په کونړ کې وتښتول شوه چې افغانان څو ورځې وروسته خوشې کړای شول مګر دا د جمعې پر شپه د هغو عملياتو په پايله کې ووژل شوه چې غوښتل يې دا را خوشې کړي.