افغان حکومت خصوصي سکتور ته کرنیزې ځمکې په اجاره ورکوي

Image caption له طبيعي سرچينو نه ښه گټه اخیستل، د کرنيزو لاس ته راوړنو ډېرېدلو ته لاره هوارول، او د سيمه ييزو کرنيزو جوړښتونو پياوړي کول هم د يادې شوې تگلارې برخې وې.

افغان حکومت – د افغانستان د اراضۍ – په نامه يوه داسې اداره جوړه کړه چې خصوصي سکتور ته به کرنيزې حکومتي ځمکې په اجاره ورکوي.

کورنيو او بهرنيو پانگوالو ته حکومتي ځمکې په اجاره ورکول، د حکومتي ځمکو سروې، ثبتول او د ځمکو پر سر د راولاړو شويو لانجو هوارول هغه خبرې دي چې چارواکي يې ددغې نوې ادارې له موخو گڼي.

ددغې نوې جوړې شوې ادارې مشران وايي چې د اجارې کړنلاره يې ساده کړې ده چې د پانگوالو لپاره به اسانتياوې رامنځ ته کړي.

د افغانستان د کرنې وزارت ددغې نوې ادارې جوړول د کرنې د پرمختيا په برخه کې يو گټور گام بولي.

چارواکي وايي له دغې گام اخستنې يې موخه داده چې د خصوصي برخې مينه والو پانگوالو ته داسې لارې چارې برابرې کړي چې په ډيرې اسانۍ سره حکومتي ځمکو ته لاسرسی پيدا کړي.

د افغانستان د اراضي ادارې مشر شهير شهريار وايي چې افغان حکومت دا مهال نژدې اته ميلونه هکتاره کرنيزه ځمکه په لاس کې لري،چې خصوصي برخې ته يې په اجارې سره د ورکړې ليواله دي.

ښاغلى شهريار وايي چې تر راتلونکي يوۀ کال پورې به نژدې 25 زره هکتاره کرنيزه حکومتي ځمکه کورنيو او بهرنيو پانگوالو ته په اجاره ورکړي:

''موږ چې د کومو ځمکو په اړه خبرې کوو ټوله د افغان حکومت اراضي ده او موږ غواړو چې له دغې ځمکې نه سوداگريزه گټه واخیستل شي، موږ غواړو چې دا ځمکې د هغه چا په واک کې ورکړو چې د صنعت، کرنې، مالدارۍ، څړځيونو او بېلابېلو فارمونو لپاره ترې کار اخیستل غواړي.''

دا گام داسې مهال اخیستل کيږي چې يو شمير پانگوال کرنيزو حکومتي ځمکو ته لاس رسى ستونزمن بولي او وايي چې په دې برخه کې تر اوسه حکومتي کړنلارې هم رڼې نه دي.

د افغانستان د اراضۍ اداره د ځمکو پر سر را ولاړې شوې ستونزې هوارول هم له خپلو دندو بولي ددغې ادارې چارواکي وايي په دغه هيواد کې زورواکانو پر نژدې څلور ميلونه جريبه حکومتي ځمکه خيټه اچولې ده.

Image caption افغان حکومت وايي چې د کرنې د غوړيدنگ په موخه يې شاو خوا څلور مياشتې مخکې د کابل کنفرانس ته يو بشپړه کرنيزه تگلاره وړاندې کړې ده.

د نوې جوړې شوې ادارې چارواکي وايي چې د نورو په ځانگړي ډول د امنيتي ادارو په مرسته به په دې وتوانيږې چې دغه ځمکې بيرته د حکومت شتمني وگرځوي.

دا هاغه چاره ده چې حکومت په تيرو نهو کلونو کې نه ده تر سره کړې بلکې داسې راپورونه دي چې اوس هم د حکومتي ځمکو لاندې کول روان دي.

افغان حکومت وايي چې د کرنې د غوړيدنگ په موخه يې شاو خوا څلور مياشتې مخکې د کابل کنفرانس ته يو بشپړه کرنيزه تگلاره وړاندې کړې ده.

له طبيعي سرچينو نه ښه گټه اخیستل، د کرنيزو لاس ته راوړنو ډېرېدلو ته لاره هوارول، او د سيمه ييزو کرنيزو جوړښتونو پياوړي کول هم د يادې شوې تگلارې برخې وې.