''د عمومي بښنې قانون دې و ځنډول شي''

افغانستان
Image caption د څېړنغونډې ډېرو برخوالو له حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د عدالت د پلي کېدا لپاره بايد د بښې قانون پلی نه کړي.

انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې داسې مهال دا غوښتنه کړې چې له طالبانو سره د حکومت د سولې او روغې جوړې هڅې روانې دي .

دغې ډلې چې د افغانستا ن د بشري حقونو او مدني ټولنو ، همداراز د پوليسو او د عدلي اوقضايي ادارو نژدې يو سلو شلو غړو پکې ګډون درلود، د يوې څېړنغونډې په پايله کې له حکومت څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو پر مهال دې د قربانيانو غوښتنې له پامه نه غورځوي .

ددغې ډلې يوه غړي يونس اختر وايي : (( هغه څه چې د دولت او طالبانو تر منځ روان دي حق لري چې په خپلو کې روغه جوړه وکړي. خو څه چې موږ غواړو امنيت دی او دا چې مجرمين دې د دولت په چوکاټ کې نه وي . ځکه وېره لرو چې که د هغوی لاس په جرم کې خلاص وي ، په وار وار يې تکراروي او بيا به خلک يو ځل کډوالۍ او بېچارګي ته اړ شي .))

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې ددې تر څنګ دوه کاله وړاندې د عمومي بښنې په اړه د تصويب شوي قانون د تعليق غوښتنه هم وکړه .

ددغه قانون له مخې ټول هغه کسان چې د تېرو دريو لسيزو په جګړو او ناخوالو کې ښکېل ول له قانوني چلند څخه معاف دي .

د غونډي يوه بل غړي اسدالله نوري د بښنې قانون د افغانانوپه زيان وباله: ((دغه قانون په نهايت کې ددې ملت لپاره مضر دی . د خلکو د حقونو او عدالت د راوستلو لپاره لومړنی ګام ددغه قانون لغو کول دي ځکه هغه له جنايته ډک دی .))

په څېړنغونډه کې ددغو غوښتنو مخالفين هم ول . هغوی ملي روغه جوړه د افغانستان لپاره يوه لويه اړتيا وبلله .

مولوي محمد ابراهيم حنيف له همدغو کسانو څخه و، چې ويل يې افغانستان په داسې حساسو شرايطو کې دغه بهير ته ډېره اړتيا لري.

خو دا نظرونه هم د ځينو نورو لخوا وغندل شول او ويل يې حکومت دا حق نلري چې ددوی د خپلوانو ويني چاته ور وبښي .

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې د افغان حکومت تر څنګ له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې د افغانستان پر خلکو د تېرو شويو جنايتونو په اړه پلټنې وکړي او عاملين يې محاکمه کړي.

د ډله يزو قبرونو ساتنه ، د افغانستان په جزايې قانون کې د بشري او جنګي جرمونو تعريف او د افغانستان په قوانينو کې د نړيوالو قوانينو د ځينو مقرراتو ځايول نورې هغه غوښتنې وې چې د غونډې په اعلاميه کې راغلې دي.

څو مياشتي وړاندې هم په افغانستا ن کې دتېرو جګړو د يو شمېر قربانيانو کورنيو د خپلو وژل شويو دوستانو انځورونه په لاس په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته ټول شوي ول او د عمومي بښنې د قانون د لغو کېدو غوښتنه يې کوله .