په تېرو دوو ورځو کې ۱۴ ناټو عسکر وژل شوي

بهرني پوځيان په افغانستان کې
Image caption تر اوسه په روان کال کې ۵۸۹ بهرني سرتېري وژل شوي چې له تېر مرګوني کال نه هم زيات دي.

په تېرو دوو ورځو کې ناټو ځواکونو ته په افغانستان کې د سر دروند تاوان اوښتى دى.

د دغه تړون چارواکي وايي يوازې د پنجشنبې په ورځ يې اته سرتېري وژل شوي دي، وړمه ورځ يې هم اووه کسه وژل شوي و .

دغه وژنې په داسې وخت کې شوي چې د ناټو غړي هېوادونه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو پر سپارنې غور کوي .

خو د ناټو يوه وياند ويلي چې د ناټو سرتېرو ته اووښتی ورستی زيان به د ناټو په ستراتيژۍ کې بدلون را نه ولي.

په تېرو نهو کلونو کې د مرګ ژوبلې له اړخه سږنی کال د امريکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړى دی.

د ناټو يوه وياند ويلي دا د دوى د هغو پوځي عملياتو له امله دى چې غواړي د افغانستان په سوېل او ختيځ کې وسله وال طالبان له خپلو کلکو سنګرونو په شا کړي.

تر اوسه په روان کال کې ۵۸۹ بهرني سرتېري وژل شوي چې له تېر مرګوني کال نه هم زيات دي.

تېرکال د ناټو له لوري د ورکړل شويو رسمي شمېرو له مخې ټولټال ۵۲۱ بهرنيان وژل شوي وو.

خو تېرې دوه پرله پسې ورځې د بهرنيو ځواکونو لپاره خونړۍ وې . په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ناټو ۱۴ سرتېري ووژل شول . د چارشنبې په ورځ جلا بريدونو يوازې د امريکا شپږ سرتېري ووژل.

Image caption د ناټو يوه وياند ويلي چې بهرنيو ځواکونو ته ور اوښتې د سر وروستى زيان به د افغانستان لپاره د ناټو ستراتيژي بدله نه کړي.

د پنجشنبې په ورځ بيا په پنځو نورو بريدونو کې د ناټو اته سرتېري وژل شوي چې درې يې د افغانستان په لوېديځ کې ، يو يې په ختيځ کې او څلور نور يې په سوېل کې ووژل شول.

د ناټو د سرتيرو لپاره د سر دغه تاوان په داسې وخت کې مخ په ډيريدو دى چې د تړون غړي هيوادونه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت د مسووليت سپارلو پر لارو چارو غور کوي .

خو د ناټو يوه وياند ويلي چې بهرنيو ځواکونو ته ور اوښتې د سر وروستى زيان به د افغانستان لپاره د ناټو ستراتيژي بدله نه کړي.

ورته مطالب