په زابل کې د ماین چاودنې ۸ ولسي وګړي ووژل

چاودنه
Image caption د چاودنې پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

د افغانستان د زابل په ولایت کې اته کسه ملکي وګړي د سړک غاړې یوه ماین په چاودنه کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

په پېښه کې د ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.

چارواکي وایي پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د دغو کسانو د سپرلۍ موټر د سړک غاړې یوه ځای پر ځای شوی ماین وخوت.

د پېښې پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

چاودنه د تېرې جمعې ورځې په وروستیو کې د زابل ولایت د امن په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل د والي ویاند محمد جان رسولیار وایي په پېښه کې اته کسه ملکیان وژل شوي چې دري په کې ښځې دي.

ښاغلی رسولیار وایي په کومه سیمه کې پیښه رامنځ ته شوې، د حکومت مخالف وسله فعالیت لري او وخت نا وخت په ورته بریدونو لاس پورې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وایي څلور ورځې وړاندې په همدې سیمه کې، په یوه بله جلا پیښه کې د سړک غاړې په چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي و.

زابل د افغانستان هغه ولایت دی چې له یوې خوا له ګاونډي هیواد پاکستان سره ګډه پوله لري او ترڅنګ له نا رامو ولایتونو لکه غزني، ارزګان او کندهار ولایتونو په ګاونډ کې پروت دی.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو مسله هغه څه دي چې دواړه حکومتي او په دغه هیواد کې میشت بهرني ځواکونه او بله غاړه د حکومت مخالفې وسلې والې ډلې چې تر ډیره ګوته وسله والو طالبانو ته نیول کیږي، وایي چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب یې په لومړیتوبونو کې ځای لري.

تر دې وړاندې وړمه ورځ په افغانستان کې میشتو سوله ساتو ځواکونو آیساف د یوې وینا پاڼې په خپرولو ویلي و چې یواځې په تیرو اوو ورځو کې د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې د اورپکو په بریدونو کې 13 ملکي وګړي وژل شوي او 11 نور ټپیان شوي دي.