په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ډېوېډ پېټرېیس او افغان سټراټيژي

په افغانستان کې د ناټو او ايتلاف ځواکونو قوماندان جنرال (ډېوېډ پېټرېيس) وايي په افغانستان کې د دوی اوسنۍ پوځي او د ودانونۍ سټراټيژۍ ښې پايلې ورکړې دي.

Image caption جنرال پېټرېيس د اورپکۍ ضد عملياتو په اړه د امريکا پوځ نوي لارښود کښلو کې مهم رول لوبولی دی.

ده ويلي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه ليدل کېږي، چې له هغو نه يې مهم په کابل کې د امنيتي وضعې ښه والی دی، د سواد او زده کړو کچه لوړه شوې او هم افغانان خپل ټاټوبي ته په ستنېدو دي.

جنرال پېټرېيس چې په لندن کې خبرې کولې وويل جګ پوړيو طالب چارواکيو ته به د دې لار پرانيزي چې له افغان دولت سره د خبرو لپاره کابل ته لاړ شي. د بي بي سي د ډيپلوماتيکو چارو خبريال (جاناتن مارکوس) د جنرال پېټرېيس څېره او رول ارزولی دی.

جنرال (ډېوېډ پېټرېيس) يوازې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان نه دی، دی يوازې د ځواکونو زياتولو سټراټيژۍ جوړونکی نه دی چې له مخې يې په تېرو څو مياشتو کې دغه هېواد ته د امريکا خورا ډېر اضافي ځواکونه واستول شول. دی له ډېرو اړخونو يو داسې کس دی چې په افغانستان کې د ټولې لوېديځې سټراټيژۍ څښتن دی.

ولسمشر باراک اوباما به کېدی شي د امريکا ستر قوماندان وي، خو دا پر ولسمشر اوباما سره بېره تر ډېره د جنرال پېټرېيس جګړه ده. دا جنرال پېټرېيس و چې د اورپکۍ ضد عملياتو په اړه يې د امريکا پوځ نوي لارښود کښنې څارنه کوله.

دی د هغې سټراټيژۍ بڼه جوړوي چې اوسمهال په افغانستان کې پلې کېږي، او په وقعيت کې بل څوک ورسره نشته. ناټو په بنسټيز ډول د دوه ګونو کرښو سټراټيژي پلې کوي، چې په روښانه ډول د جرال پېټرېيس د خبرو څرګندونه کوي. له يو اړخه په وروستيو اوونيو کې د طالب مشرانو پر ضد بريدونو په پراخ ډول زيات شوي دي.

خو له دې سره په برابر ډول دغه جنرال ټينګار کړی چې ناټو د ځينو طالب مشرانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو ته لار هواره کړې ده.

په داسې حال کې چې ولسمشر اوباما په راتلونکي دسمبر کې پر تګلارې بنسټيز غور لپاره چمتوالی نيسي، تر اوسه کوم بديل يا (پلان B) نه ليدل کېږي چې په عمل کې پلی شي.

نو جنرال پېټرېيس بايد حالت داسې برابر کړي چې وښيي اوسنی پلان کار ورکولی شي، او دی په روښانه باور کوي چې خبره همداسې ده.

دی يو تر ټولو وړ او د سياسي ځيرکتيا لرونکيو جنرالانو څخه دی چې د امريکا پوځ جوړ کړي دي. ده خپل واقعيتونه د جګړې پر ډګر د ټولګيو په څېر سره منظم کړي، چې پر دې خبره ټينګار کوي، ګنې په کابل کې دننه او هم د ښار شاوخوا سيمو کې امنيت په ښه کېدو دی، لا ډېر شمېر افغان ماشومان ښوځيو ته ځي او په دې توګه نور پرمختګونه هم راغلي دي.

جنرال پېټرېيس کېدی شي د نوې جګړې مخکښ مشر وي، خو دا د يو پای پر لور د يوې وسيلې جګړه ده، تر ډېره بری نه بلکې يو داسې سياسي جوړجاړی بلل کېږي، چې د لا فعالو افغان امنيتي ځواکونو ترڅنګ د ناټو ځواکونو وتلو ته چاپېريال برابر کړي.