په غزني کې یوه ښځه د خواښې د وژلو په تور وژل شوې

غزنی
Image caption په غزني کې سیاسي نه ټیکاو او د طالبانو شتون او تاوتریخوالي د دې لامل شوي، چې د دغه ښار اقتصادي او ټولنیزه پرمختیا ټکنۍ شي.

د غزني ځايي چارواکو ویلي طالبانو يوه ښځه د خپلې خواښې د وژلو په تور وژلې ده.

دوی وايي چې د ښځې خواښې د دوو لوڼو لخوا په سره شوي تناره کې اچول شوې وه.

دا پېښه د غزني له ښاره ۶۰ کیلومتره لیرې د آب بند ولسوالۍ په یوه لیرې پرته سیمه کې شوې ده.

چارواکو ویلي، طالبانو دویمه تورنه نږور له دې امله نه ده وژلې، چې اوسمهال میندواه ده.

د غزني ولایت یوه چارواکي بي بي سي ته ويلي "د میندو او خواښې ترمنځ لفظي شخړه شوې وه، چې بیا لوڼو خپله خواښې په تناره کې واچوله چې همالته لولپه او مړه شوه."

سرچینه زیاتوي، داسې ښکاري چې تر دې پېښې وروسته د وژل شوې ښځې کورنۍ طالبانو ته مراجعه کړې ده.

یوه ځايي استخباراتي چارواکي ويلي طالبانو د وژل شوې ښځې یوه ورور ته کلاشینکوف ورکړی، چې په عام محضر کې د وژل شوې ښځې یوه نږور په ډزو ووژني.

خو سرچینه وايي، ودې شي چې د وژل شوې ښځې کورنۍ به دغه ښځه وژلې وي.

دویمه تورنه نږور یوه نامالوم ځای ته وړل شوې ده.

د غزني دغه استخباراتي چارواکي ويلي، ښايي دغه ښځه به د ماشوم تر زیږېدو پورې وساتله شي، چې په وینا یې "کېدای شي وروسته ووژل شي."

سر پرې کول

د آب بند ولسوالي د طالبانو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

Image caption په دې وروستیو کلونو کې په غزني کې تاوتریخوالي ډېر شوی دی.

د رپوټونو له مخې، تېر کال په دغه سیمه کې طالبانو په دې تور له ځينو کسانو څخه سرونه غوڅ کړي ول، چې په وینا یې بهرنیو ځواکونو ته یې جاسوسي کوله.

په دې وروستیو کلونو کې په غزني کې تاوتریخوالي ډېر شوي دي.

دغه ولایت چې د کابل – کندهار لویه لاره پرې تېره شوې ده، یو ستراتيژيک موقعیت لري.

دغه ولایت د عباسي واکمنۍ پرمهال ډېر شتمن او له کولتوري اړخه یې له بغداد سره ورته والی درلود.

خو داسې ښکاري چې عصري نړۍ دغه ښار ته ډېر پام نه کوي.

په غزني کې څپڅپانده سیاسي ټیکاو او د طالبانو شتون او تاوتریخوالي د دې لامل شوي، چې د دغه ښار اقتصادي او ټولنیزه پرمختیا ټکنۍ شي.

ورته مطالب