'دولتي ادارې باید افغاني تولیدات وکاروي '

هرات
Image caption د هرات صنعتي ښارګوټی د ١٣٨١ لمريز کال په وروستيو کې د نژدې شپږ زره جريبه ځمکو په ساحه کې پرانيستل شو او زيات شمېر پانګوالو پکې د خوراکي توکو پلاستيکي او اوسپنزه توکو د توليد کارځايونه جوړ کړل.

په هرات کې ولايتي چارواکو ټولو دولتي څانګو ته امر کړی چې له دې نه وروسته د بهرنيو توکو پر ځای له کورنیو تولیداتو کار واخلي.

چارواکو له خلکو دا هم غوښتي چې د افغان پانګوالو د ملاتړ په موخه له هغو بهرنيو توکو د رانيولو ډډه وکړي چي خپله په افغانستان کې هم توليدېږي.

سيمه ييز چارواکي وايي د هرات صنعتي ښارګوټی اوس د افغانستان په يوه مهم اقتصادي او توليدي مرکز بدل شوی او د دوی په وينا ځکه د پانګوالو د ملاتړ په موخه يولړ ځانګړي پروګرامونه په سيمه کي په پام کې نيول شوي دي.

د هرات د والي وياند نقيب آروين وايي سيمه ييزه دولتي څانګو ته امر شوی چې تر دې وروسته د بهرنيو توکو پر ځای د ورته کورنيو توليداتو نه کار واخلي.

ښاغلي آروين وايي دولتي څانګې به له دې امر نه سرغړونه ونهخ کړي او وايي د ټولو خلکو نه هم د رسنيو له لارې غوښتنه کوي چې بهرنيو توليداتو ته ورته کورني توکي مصرف کړي:

''چېرې داخلي توليدات شتون لري هغو ته ورته بهرني توکي بايد څوک ونه کاروي دا رسمي امر دی او هرومرو به عملي کېږي د ټولو خلکو نه هم د رسنيو له لارې غوښتنه کېږي چې دوی هم د کورنيو توليداتو نه ګټه واخلي.''

ښاغلي آروين وايي پخ دې وروستيو ورځو کي د څه د پاسه ۱۵ میليونه ډالرو په ارزښت پانګه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې اچول شوې او د ځينو مهمو کارځايونو د فعاليتونه کړي پراخه شوي.

ښاغلي آروين داراز وايي دوی په عمومي توګه د دې ښارګوټي د پراختيا لپاره هم کار پيل کړی؛ ځکه چې په وينا يې بهرنيو سوداګرو هم اوس پکې پانګونې ته چمتووالی ښودلی:

Image caption يوشمېر فابريکې بيا وروسته په هرات کې د امنيتي وضعيت د خرابېدو له کبله وتړل شوې خو اوس يو وار بيا چارواکي وايي چې په سيمه کې د امنيت په ښه کېدو سره د صنعتي او توليدي فعاليتونو کړۍ پراخه شوې.

''موږ همدا اوس د هرات د صنعتي ښارګوټي د څلورمې برخې د ځمکو په وېشلو بوخت يو، درې برخې پخوا وېشل شوې د ځمکو لپاره غوښتنې ډېرې دي نه يوازې کورني سوداګر چې بهرني پانګوال هم تيار دي چې په دې ښارګوتي کې پانګونه وکړي.''

په سيمه کې زیاتره سوداګر او پانګوال د سيمه ييز چارواکو د دې اقدام ستاينه کوي. خو د هرات د صنعتګرانو د ټولنې مرستيال توريالی غوثي وايي د کورنيږ پانګه والو د ملاتړ په موخه پنځه کاله وړاندې د افغانستان د ولسمشر لخوا د بهرنيو توکو پرځای د ورته کورني توليداتو د رانيولو په هکله فرمان صادر شوی و، خو په وينا يې دا فرمان عملي نه شو.

ښاغلی غوثي وايي اوس يې بيا له چارواکو غوښتي چې د دې فرمان د عملي کولو لپاره جدي اقدام وکړي.

ښاغلي غوثي زياتوي که دا فرمان عملي شي په پايله کي به ګڼ شمېر نورو کسانو ته هم په دې صنعتي ښارګوټي کې د کارزمينې برابرې شي:

Image caption چارواکي وايي همدا اوس د هرات په صنعتي ښارګوټي کې په زرکونو کسانو په ۳۰۰ فعاله کارځايونو کې په کار بوخت دي.

''دا ډېر ښه کار دی که خلک د بهرنيو توليداتو پر ځای ورته کورني توليدات واخلي، نو فابريکې به زياتې بوختې شي په يوه فابريکه کې چې اوس ۱۰۰۰ کاریګر کار کوي هغه مهال به يې د کارکوونکو شمېره ۲۰۰۰ تنو ته ورسېږي.''

د هرات صنعتي ښارګوټی د ١٣٨١ لمريز کال په وروستيو کې د نژدې ۶۰۰۰ جريبه ځمکو په ساحه کې پرانيستل شو او زيات شمېر پانګوالو پکې د خوراکي توکو پلاستيکي او اوسپنزه توکو د توليد کارځايونه جوړ کړل.

يوشمېر فابريکې بيا وروسته په هرات کې د امنيتي وضعيت د خرابېدو له کبله وتړل شوې خو اوس يو وار بيا چارواکي وايي چې په سيمه کې د امنيت په ښه کېدو سره د صنعتي او توليدي فعاليتونو کړۍ پراخه شوې.

چارواکي وايي همدا اوس د هرات په صنعتي ښارګوټي کې په زرکونو کسانو په ۳۰۰ فعاله کارځايونو کې په کار بوخت دي.

ورته مطالب