د افغانستان په تاوتریخوالي کې ۱۴ کسان وژل شوي

چاودنه
Image caption د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي تېره اوونۍ د هېواد په بېلابېلو برخو کې ٤٢ ملکي وګړي وژل شوي.

د افغانستان د هرات ښار ځايي چارواکي وايي په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې د یوه افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي.

د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند نورخان نېکزاد ويلي پېښه تېره ورځ ناوخته هغه مهال وشوه، چې پولیس د طالبانو په یوې ډلې راپسې وتلي ول، چې د هغوی له کمین سره مخامخ شول.

نوموړی وايي پېښه د پښتون زرغون ولسوالۍ په کشک سیمه کې وشوه، چې په وینا یې طالبانو ته هم په ځوابي ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خ دقیقه شمېره یې نه لري.

نوموړی دا هم وايي چې د طالبانو دغې ډلې له کلیوالو څخه عشر او زکات اخیستو ته ورغلې وه.

بل خوا د هرات – اسلام کلا د لویې لارې په جبریل دوه لاره کې چاودنې لږترلږه درې ولسي وګړي وژلي او څلور پولیس یې ټپيان کړي دي.

پولیسو ویلي چاودنه پر یوه زرنج ډوله موټر سایکل وشوه، چې ولسي وګړې پکې سپاره ول.

او د سوېلي نارامه هلمند ولایت چارواکو ویلې چې تېره شپه وسله والو طالبانو د سړک جوړونې د یوه خصوصي شرکت پر ساتونکو برید کړی، چې لږترلږه اته کسان یې وژلي دي.

د هلمند د والي ویاند داوود احمدي بي بي سي ته وویل پېښه تېره شپه د لښکرګاه دوه لارې ته څېرمه د سنګین ولسوالۍ پر لاره شوې ده.

Image caption د هلمند ځايي چارواکي وايي لښکرګاه ته څېرمه طالبانو د یوه خصوصي امنيتي شرکت اته ساتونکي وژلي.

ښاغلي احمدي وویل، طالبانو په دې سیمه کې د یوه خصوصي شرکت پر ساتنکو برید کړی، چې لږترلږه اته کسان یې وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.

د نوموړي په وینا، دغو ساتونکو پر طالبانو هم برید کړی، او هغوی ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده، خو دقیقه شمېره یې نه لري، او د طالبانو یوازې یو مړی په سیمه کې پاتې شوی دی.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

د وسله والو طالبانو یوه تن ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، برید د دوی ملګرو د پولیسو پر یوې پوستې کړی، چې په وینا یې ۱۴ پولیس پکې وژل شوي، خو د طالبانو د د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

ورته مطالب