د ناټو یو چارواکی: اسامه د پاکستان په شمال لوېديځ کې دی

اسامه بن لادن او ایمن الظواهري
Image caption سي ان ان وايي، اسامه او الظواهري اوسمهال په یوه ځای کې نه اوسېږي.

د متحده ایالتونو سي ان ان تلوېزيوني شبکې د ناټو د یوه چارواکي په حواله ویلي چې د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن او د هغه مرستیال ایمن الظواهري د پاکستان په شمال لوېديځ کې پټ دي.

سي ان ان زیاتوي، د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ مې د بریدونو تورن او پړ اسامه بن لادن نهه کاله مخکې د سیمه ییزو خلکو او د " پاکستان د ځينو استخباراتي کړیو" په ملاتړ له خپل مرستیال (یانې ایمن الظواهري) سره نژدې اوسېده.

سرچینه زیاتوي، چې دواړه کسان اوسمهال په یوه ځای نه اوسېږي.

"القاعده په غار کې نه اوسېږي"

د ناټو یوه جګپوړي چارواکي، چې د نامه له ښوولو یې ډډه کړې، سي ان ان ته ویلي: "د القاعدې ډلې هېڅ کوم غړی په غار کې نه اوسېږي."

دغه چارواکي دا هم ويلي هغه سیمه چې غالباً اسامه بن لادن په تېرو څو کلونو کې تګ راتګ پکې کاوه، د پاکستان په شمال لوېديځ کې له چین سره څېرمه د چترال غرنۍ سیمه او تورې بورې ته نژدې د کورم وادي ښودل شوې دي.

سرچینه وايي چې دغه سیمې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته د طالبانو د زیات فعالیت ځای وګرځېده.

هغه سیمې چې د ناټو دغه چارواکي اشاره ورته کړې، سلګونه مربع میله اوږدوالی لري، چې ډېرې سختې او غرنۍ قبايلي سیمې دي.

یادې شوې سیمې تر ډېره د حکومت له کنټروله وتلې او ازاد قبایل بلل کېږي.

د ناټو دغه چارواکي زیاته کړې چې په غالب ګمان "د امریکا د مالوماتو له مخې، د افغانستان د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر په تېرو څو میاشتو کې د کوټې او کراچۍ ښارونو ترمنځ تګ راتګ کړی دی."

Image caption ناټو وايي اسامه د چترال او تورې بورې ترمنځ تګ راتګ کړی دی.

سي ان ان زیاتوي، د ناټو دغه چارواکي له خپل هویت ښودلو له دې امله ډډه وکړه چې په وینا یې "دا استخباراتي حساس مالومات دي".

د ناټو دغه چارواکي دا هم ویلي چې ناټو د القاعدې او طالبانو د یادو شوو مشرانو په اړه یې دغه استخباراتي مالومات څرنګه ترلاسه کړي دي.

خو پاکستان په وار، وار په دغه هېواد کې د القاعدې ډلې د مشرانو شتون رد کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک د دوشنبې په ددغه رپوټ په غبرګون کې وویل وړاندې هم د وخت په تېرېدو سره دا ډول بې بنسټه رپوټونه دروغ وختل.

ښاغلي ملک دا هم ویلي چې د القاعدې دغه دوه مشران پاکستان کې نه دي، خو زیاته یې کړه چې دا ډول مالومات باید له پاکستاني چارواکو سره شریک کړای شي، چې په وینا یې د هغوی د نیولو لپاره "بېړني ګامونه" واخیستل شي.

ورته مطالب