ایساف: په بګرام کې ''پټ زندان'' نشته

بګرام
Image caption په بگرام کې د تور زندان په نوم د امريکايي ځواکونو د يوې پټې بنديخاني رپوټونه څو مياشتې وړاندې هم خپاره شول خو د واره هغه مهال دغه خبره د امريکايي چارواکو لخوا رد شوه .

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو هغه راپورونه رد کړل چې ګني په افغانستان کې د دوی یو پټ زندان هم شته .

دغه راپورونه په نیویارک کې د پرانستي ټولني په نوم یوې امریکایې ادارې لخوا ورکړل سوی وو . دغې ادارې په خپل راپور کې پدغه زندان کې له بندیانو سره د ناوړه چلند خبره هم کړې ده .

په همدې حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي د عدلیې وزیر په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده ورکړې چې په دې اړه پلټنې وکړي.

په افغانستان کې د امریکایانو د پټ زندان خبره داسې مهال کیږي چې تر دې وړاندې هم د بګرام په هوایې اډه کې یوه پټ زندان په اړه ځینې شواهد په ډاګه شوي وو .

بي بي سي په اپریل میاشت کې په افغانستان کې له نهو پخوانیو بندیانو سره خبرې کړې وې چې ټولو دا ادعا کړې وه چې د بګرام په هوایې اډه کې په یوه پټ زندان کې ساتل کېدل.

Image caption جوزف بلاټز: ''موږ دغه ادعاوې ردوو. په افغانستان کې هیڅ کوم پټ زندان نشته . د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې یوازینی زندان چې لري هغه د بګرام زندان دی چې ټولو ته څرګند دی او چاري یې له افغان چارواکو سره په ګډه پر مخ وړل کیږي.''

د 'پرانستې ټولنې' په راپور کې هم راغلي چې ۱۸کسانو له دغې ټولنې سره د خبرو پر مهال منلې چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال تر منځ په افغانستان کې په یوه پټ زندان کې ساتل کېدل.

دغو کسانو ویلي چې په ډېر ساړه چاپېریال کې ساتل کېدل، له خوبه محرومېدل، کافي ډوډۍ نه ورکول کېده او هم ددوی د ادعاوو له مخې د خپلو دیني فرایضو د ادا کولو اجازه یې نه لرله.

د امریکا پوځ دغه ټولې ادعاوې بې بنسټه بللې او وایي د دوی زندانونه هم د امریکا او هم له نړیوالو قوانینو سره سمون لري.

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو ویاند جوزف بلاتز نن خبریالانو ته دغه ادعاوې بې اساسه وبللې:

''موږ دغه ادعاوې ردوو. په افغانستان کې هیڅ کوم پټ زندان نشته . د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې یوازینی زندان چې لري هغه د بګرام زندان دی چې ټولو ته څرګند دی او چاري یې له افغان چارواکو سره په ګډه پر مخ وړل کیږي.

د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې به افغان چارواکو ته د دغه زندان د بشپړ سپارلو لړۍ پیل شي . خو هیڅ ډول پټ زندان دلته نشته . ''

خو افغان ولسمشر حامد کرزي ددغو ادعاوو د سپینولو لپاره د پلټنې امر کړی .

ښاغلي کرزي د عدلیې وزیر حبیب الله غالب په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د دوو اوونیو په ترڅ کې دې خپلې پلټنې بشپړې او ده ته یې وسپارې.

پر همدې حال کې ایساف په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې تېره ورځ په افغانستان کې د دوی په یوه زندان کې یو بندي په مرموز ډول مړ شوی دی، خو وایې په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

ورته مطالب