په افغانستان کې د انټرنېټ فیلټر پیل شو

انټرنېټ
Image caption د مخابراتو په وزارت کې د څار او کنټرول د ادارې مشر محمد ابراهيم عباسي وايي ټول هغه انټرنېټ کلپونه چې په پام کې دي وتړل شي له وړاندې ارزول شوي وو.

د افغانستان د مخابراتو وزارت د هغو انټرنېټ کلپونو د تړلو هوډ کړی چې په وينا يې دوی ته يې له وړاندې د غيراخلاقي فعاليتونو په اړه رپوټ ورکړل شوی دی.

د افغانستان د مخابراتو، عدليې او کورنيو چارو وزارتونو ګډ پلاوي له وړاندې د پلان شويو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر انټرنېټ کلپونه د غېر اخلاقي فعاليتونو په تور بند کړل.

خو د انټرنېټ کلپونو خاوندان پر دوی لګېدلي تورونه نه مني، دوی وايي د مخابراتو وزارت له لوري پورته شوی ګام ناقانونه دی او په هېواد کې د انټرنيټي اسانتياوو د پرمختګ مخه نيسي.

د مخابراتو په وزارت کې د څار او کنټرول د ادارې مشر محمد ابراهيم عباسي وايي ټول هغه انټرنېټ کلپونه چې په پام کې دي وتړل شي له وړاندې ارزول شوي وو.

دی وايي د ارزونو پايلو ښوولې چې دغو کلپونو خپلو کاروونکو ته د هغو پاڼو د ليدلو اجازه ورکړې چې غېر اخلاقي دي:

''دغه انټرنېټ کلپونه موږ په دغه نېټه ارزولي ، دا استلام ته اړتیا نه لري کله چې زموږ د ارزونې ډله له دغو نټ کپو نه ليدنه کوي په هماغه ورځ د دغو انټرنټ کلپونو له لوري شوې سرغړونې ثبتوي او د مخابراتو وزارت ته يې سپاري . د مخابراتو وزارت بيا دغه راپور له قانون نه د ملاتړ له ادارو سره شريکوي او وروسته عملي ګام پورته کوي.''

د انټرنېټ کلپونو مالکان د دوی پر وړاندې د زور کارول د قانون خلاف بولي، خو د مخابراتو وزارت وايي دوی ته يې لا له وړاندې خبرداری ورکړی وو.

د يوه انټرنېټ کلپ مالک چې کلپ يې اوس اوس حکومتي مامورينو ور تړلی چارواکو ته وايي چې ولې يې د ده انټرنېټ کلپ وتاړه:

''دا غېر قانوني ده چې تاسو زموږ انټرنېټ کلپ تړﺉ ، تاسو پوهېږی چې يوه ورځ زموږ انټرنېټ کلب بند وي موږ څومره تاوان کوو؟ په څه دليل مو زما انټرنېټ کلپ وتاړه. که تاسو فکر کوﺉ چې موږ غېر اخلاقي فعاليتونه کوو راشئ ويې ګورﺉ که مو څه په کې پېدا کړل زه یوه مياشت خپل انټرنېټ کلپ بندوم.''

Image caption د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د ناقانونه انټرنېټي خدمتونو بندول معمول دي، خو افغانستان په دې وروستيو کې پر رسنيو او انټرنېټي خدمتونو يو لړ محدوديتونه وضع کړي چې د بيان د ازادی فعالين يې ناسم بولي.

د افغانستان پارلمان او د عالمانو شورا په وار وار يو شمېر رسنۍ په اخلاقي سرغړونو تورنې کړي او دغه راز يې د يو شمېر انټرنېټ کلپونه په فعاليتونو هم نيوکې کړي دي.

د افغانستان حکومت په تېره نژدې يوه لسيزه کې د بيان ازادي او په چټکۍ سره د معلوماتي ټکنالوژۍ وده خپلې لاسته راوړنې بولي ، خو ډېری په دې اند دي چې حکومت په رسنيو او انټرڼېټ کلپونو د فشار را وستلو په برخه کې د ديني عالمانو او مخورو تر سيوري لاندې راغلی.

د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د ناقانونه انټرنېټي خدمتونو بندول معمول دي، خو افغانستان په دې وروستيو کې پر رسنيو او انټرنېټي خدمتونو يو لړ محدوديتونه وضع کړي چې د بيان د ازادی فعالين يې ناسم بولي.