کرزی: نابریالي نوماندان دې نه نهیلي کېږي

حامد کرزی
Image caption ښاغلي کرزي له نوي پارلمان سره د ښو اړيکو لرلو هېله وښوده زياته يې کړه چې اجراييه ، مقننه او قضايه درې سره قوې بايد په خپل مينځ کې ښه تفاهم ولري او د افغانستان په ابادۍ او د خلکو په سوکالۍ کې يو بل ته لاسونه ورکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د پارلماني ټاکنو د لومړنيو پاېلو له اعلان نه دوه ورځې وروسته دغه انتخابات بريالي وبلل.

ولسمشر کرزي د لومړنيو اعلان شويو پاېلو پر بنسټ له برياليو نوماندانو وغوښتل چې له ځان ځانۍ لاس واخلي او په ملي کچه فکر وکړي.

ده له نوي جوړيدونکي پارلمان سره د ښو اړيکو د ټېنګولو هيله هم وښوده.

د افغانستان د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پايلې دوه ورځې وړاندې له يو څه ځنډ وروسته اعلان شوې چې له شاوخوا ۲۵۰۰ نوماندانو نه ۲۴۹ يې پارلمان ته لار پېدا کړه .

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د وروستيو پارلماني ټاکنو د ابتدايي پاېلو له اعلان نه يوه ورځ وروسته په خپله راډيويي وينا کې د ولسي جرګې ټاکنې بريالۍ او د هغو برياليتوب يې په هېواد کې د نظام د پېاوړتيا، دموکراسۍ او ثبات د ټېنګښت څرګندې نښې وبللې.

ښاغلي کرزي په خپله اوونيزه راډيويي وينا کې وويل چې د پارلماني ټاکنو وروستۍ پاېلې به د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون له لوري تر بشپړو ارزونو وروسته اعلان شي.

ده د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون نه هيله وکړه چې ور رسېدلي مستند شکايتونه په غور وڅېړي او د پارلمان څوکۍ د هغو په برخه کړي چې حق يې دی.

ښاغلي کرزي له نوي پارلمان سره د ښو اړيکو لرلو هېله وښوده زياته يې کړه چې اجراييه ، مقننه او قضايه درې سره قوې بايد په خپل مينځ کې ښه تفاهم ولري او د افغانستان په ابادۍ او د خلکو په سوکالۍ کې يو بل ته لاسونه ورکړي.

ولسمشر کرزي پر هغو نوماندانو د نه نهيلي کېدو غږ وکړ چې ويې نه شو کړی د ډېرو خلکو رايې ور خپلې کړي.

ده د ټاکنو په ابتدايي پاېلو کې له برياليو نوماندانو وغوښتل چې ځان د ټول افغانانو استازی وګڼي او ټولو ته په يوه سترګه وګوري.

د افغانستان پارلماني ټاکنې د سپټمبر په اتلسمه تر سره شوې او لومړنۍ پاېلې يې دوه ورځې وړاندې اعلان شوې.

د ټول افغانستان په کچه د ولسي جرګې ۲۴۹ څوکيو ته شاوخوا دوه نيم زره کانديدان ولاړ چې يوازې لسمه برخه يې بريالي شول.

ورته مطالب