د سولې عالي شورا طالبانو ته 'امتیازات' ورکوي

قیام الدین کشاف
Image caption د سولې د عالي شورا ویاند مولولي قیام الدین کشاف خبریالانو ته وویل درې کسان (عبدالحکیم مجاهد، اسدالله وفا او مولولي عطاء الله لودین) د دغې شورا د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند وايي طالبانو ته د یو لړ اقتصادي او سیاسي امتیازاتو په ورکولو سره ښايي طالبان له دولت سره د سولې خبرو ته راضي شي.

د دغې شورا چارواکو ویلي چې د شورا کړنلاره یې بشپړه کړې ده او اوس له طالبانو سره د خبرو د میکانیزم پر سر غور کوي.

دغه شورا چې پر شپږو جرګه ګیو وېشل شوې ده، او لومړۍ دنده به یې له طالبانو د سولې په تړاو اړیکه نیول وي.

وړاندې د دغې شورا رییس برهان الدین رباني بي بي سي ته په وې ځانګړې مرکې کې ویلي وو چې له ځینو هغو طالب مشرانو سره یې خبرې کړې، چې د کوټې له شورا سره یې نژدې اړیکي لرل.

د سولې د عالي شورا ویاند مولولي قیام الدین کشاف خبریالانو ته وویل درې کسان (عبدالحکیم مجاهد، اسدالله وفا او مولولي عطاء الله لودین) د دغې شورا د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.

که څه هم طالبانو له افغان دولت سره د سولې خبرې رد کړې دي، خو د سولې عالي شورا غړي ټينګار لري چې بې پرې کار به کوي .

داسې رپوټونه هم شته چې وايي په دې کې شک نه شته، چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د طالبانو بېلابېلو ډلو او د مختلفو کچو مشرانو یې له افغان حکومت سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي، خو لاهم د مخامخ خبرو د پيل په مخ کې لوی خنډونه شته.

وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي منلې وه چې له طالبانو سره د افغان حکومت لخوا "نارسمي خبرې" شوې دي.

نوموړي له سي ان ان تلوېزیون سره په یوې مرکې کې ویلي په افغانستان کې تر نهه کلنې جګړې وروسته له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسېدا په موخه خبرې شوې دي.

Image caption په داسې حال کې چې ځینو څېړونکو د جلا جلا قوي او نظریاتي ډلو دا راښکېلونه د پخوانیو دردونو د هېرولو د یوې هڅې په توګه ستایلې، نور یې د ښاغلي رباني سابقې ته په پام سره اغېز دومره ډېر نه بولي.

حامد کرزي د سي ان ان تلوېزیون خبریال لاري کینګ ته په واشنګټن پوست کې له طالبانو سره د افغان حکومت د پخلاینې د خبرو په اړه د خپاره شوي رپوټ په اړه وویل "دا د دواړو غاړو ترمنځ د لوړې کچې پټې خبرې وې، او موږ له طالبانو سره دا خبرې په دې موخه وکړې، چې هغوی هم د دې هېواد بچیان دي."

په داسې حال کې چې ځینو څېړونکو د جلا جلا قوي او نظریاتي ډلو دا راښکېلونه د پخوانیو دردونو د هېرولو د یوې هڅې په توګه ستایلې، نور یې د ښاغلي رباني سابقې ته په پام سره اغېز دومره ډېر نه بولي.

څینې سیاسي څېړونکي وايي ښاغلي رباني ته به د ځینو دلایلو له امله ګرانه وي چې د طالبانو باور راخپل کړي.

ورته مطالب