ناټو: په میدان وردګو کې مو ۲ عام وګړي په تېروتنه ووژل

میدان وردګ
Image caption ایساف وايي د دوی د جنګیالیو او برید کوونکو ترمنځ د نښتې پرمهال پر موتر سایکل درې سپاره ولسي وګړي ورسېدل، چې په ډزو کې یې دوه ووژل شول.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي چې په میدان وردګو ولایت کې یې دوه ولسي وګړي هغه مهال په تېروتنې ووژل، چې په میدان ښار کې وسله والو د ایساف پر ګزمې برید وکړ.

ایساف وايي دا پېښه نن سهار (شنبه، د اکتوبر۲۳مه) شوې ده.

ایساف وايي سرتېري یې په ګزمه وتلي ول، چې وسله والو برید پرې وکړ او په همدې مهال د هغوی خښ کړای شوی ماین وچاودېده.

سرچینه زیاتوي، ایساف چې کله د چاودنې په اړه پلټنو ته ودرېده، وسله والو پرې برید وکړ چې ایساف هم ځوابي ډزې پرې وکړې.

بهرني ځواکونه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د نښتې پرمهال پر موټر سایکل درې سپاره ولسي وګړي د نښتې ځای ته ورسېدل، چې په ډزو کې یې دوه وویشتل او ووژل شول.

بل خوا په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ بهرنیو ځواکونو ویلي چې د هېواد په سوېل ختيځ کې یې د حقاني شبکې دوه قومندانان وژلي او یو بل یې پکتیکا ولایت کې له خپلو څلورو ملګرو سره نیولی دی.

ناټو بي بي سي ته په یوه رالېږلې ویناپاڼه کې ویلي، د امان الله په نامه د حقاني شبکې یوه تن قومندان له زیړوک ولسوالۍ څخه د بهرنیو ځواکونو پرضد بریدونه طرحه کول.

سرچینه زیاتوي، چې امان الله په دې وروستیو کې د شپې مهال په عملیاتو کې ووژل شو.

Image caption په دې وروستیو کې بهرنیو ځواکونو د طالبانو د جنګي مشرانو د نیولو هڅه زیاته کړې ده.

ناټو وايي دویم قومندان ماچ نومېده، چې هغه هم په یاده شوې ولسوالۍ کې وژل شوی.

بهرني ځواکونو د عملیاتو پرمهال د حقاني شبکې د ځینو نورو غړو د وژل کېدا خبر هم ورکوي، خو دقیق مالومات یې نه دي په ډاګه کړي.

ناټو وايي د پکتیکا په یحیی خېلو ولسوالۍ کې یې له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو مشر نیولی دی.

د ناټو ویناپاڼه وايي، له دغه قومندان سره یوځای د هغه څلور نور ملګري هم نیول شوي.

په دې وروستیو کې بهرنیو ځواکونو د طالبانو د جنګي مشرانو د نیولو هڅه زیاته کړې ده.

خو له بل پلوه افغان حکومت له خپلو وسله والو مخالفینو سره د سولې عالي شورا جوړه کړه، چې په دغه هېواد کې روانې ستونزې ته د خبرو له لارې حل ومومي.