نيويارک ټايمز: عمر داودزی په افغانستان کې د ايران د ګټو ساتونکی

داوزی
Image caption تر اوسه پورې نه پخپله داودزي او نه په ټوله کې افغان حکومت پر ښاغلي داودزي باندې د لګېدلي تور په تړاو څه ويلي دي.

نيويارک ټايمز د ولسمشر حامدکرزي د دفتر پر ريس تور پورې کړی چې د ايران سړی دی او له هغه هېواده پيسې اخلي .

نيويارک ټايمز د يوه افغان چارواکې له خولې په تېر اګست کې ايران ته د ولسمشر حامد کرزي د رسمي سفر کيسه را اخيستې چې وايي په افغانستان کې د ايران سفير فدا حسين مالکي هم ورسره ملګری و.

دغه چارواکي ويلي ښاغلي مالکي عمر داود زي ته يو پلاستکي بکس ورکړ چې د يورو له بلونو ډک و.

يوه بل افغان چارواکي هم ددې خبرې پخلی کړی چې ښاغلي داودزي خپل کور ته له نغدو پيسو څخه يو ډک بکس يووړ.

هغه د نوم د نه څرګندولو په شرط ويلي: ((دا ايرانۍ پيسې وې او موږ ډېرو دغه پيسې وليدې. ))

د يو شمېر افغان او لوېديځ چارواکو په وينا دغه بکس د هغو نغدو پيسو يوه برخه وو، چې ايران غواړي په پټه او دوامداره توګه د ښاغلي داودزي وفادارۍ واخلي او د ولسمشرۍ په ماڼۍ خپل اهداف خوندي وساتي.

دوی وايي ايران له خپلې اغېزې کار اخلي چې د افغان حکومت او د دوی د امريکايي او ناټو مرستندويانو تر منځ درز پيدا کړي .

چارواکو ويلي دغه پيسې چې د دوی په وينا ميليونه ډالره ته رسېږي او په غير رسمي توګه ورکول کېږي ، ښاغلی داودزی او ولسمشر کرزی يې د ولسي جرګې غړو، قومي مشرانو او ان طالب قوماندانانو ته ددې لپاره ورکوي چې ورڅخه سرغړونه و نه کړي.

يوه لوېديځ چارواکي ويلي چې دغه پيسې په بنسټيزه توګه د ايران له لوري ولسمشر کرزي ته د بډو په توګه ورکول کېږي او د ښاغلي داودزي دنده دا ده چې دايران د ګټو لپاره کار وکړي .

هغو کسانو چې ددغې مسلې په تړاو يې له نيويارک ټايمز سره خبرې کړې يوه هم د مسلې د حساسيت له کبله خپل نوم نه دی اخيستی .

په افغانستان کې د ايران سفير ښاغلي مالکي هم په دې اړه شويو پوښتنو ته له ځواب ويلو ډډه کړې او يوه وياند يې په دې اړه د پلټنو غوښتنه کړې . د ښاغلي مالکي وياند دا د لويديځ او بهرنيو رسنيو شيطاني ګنګوسي بللي دي .

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د افغان حکومت نظر واخلو خو بريالي نه شو.