د کرنې وزارت وايي سږ کال د تېر هغه په پرتله د غنمو حاصل کم ول

Image caption د کرنې وزارت وايي له دې سره سره چې سږ کال د غنمو حاصل د تېر هغه په پرتله کم و، خو دوی هڅه کوي چې له نورو لارو دغه کمښت پوره کړي.

په افغانستان کې د خوراکتوکو په تېره بيا د غنمو د کمي اندېښنې وروسته له هغې را ولاړې شوې چې د کرنې وزارت له لوري د غنمو سږنی حاصل د تېر کال په پرتله کم وښوول شو.

د وزارت په وينا افغانستان تېرکال له ۲۰۰زره تر ۳۰۰زره ټنه غنمو ته اړتيا لرله ، خو سږکال د کمي دغه کچه ۷۰۰زره ټنو ته لوړه شوې ده.

د کرنې مرستيال وزير سليم کندوزي خلکو ته ډاډ ورکړ چې دمګړۍ د افغانستان په ستراتېژيکي زېرمو کې ۷۶زره ټنه غنم شته، خو وايي نور غنم احتياطي اخلي:

(( سږکال موږ په خپلو ستراتېژيکي زېرمو کې ۷۶ زره ټنه غنم لرو، چې دا د افغان کروندګرو اضافي غنم دي او له دوی مو اخيستي دي. د سږکال لپاره نور چمتووالی هم لرو ، هغه دا چې پلان لرو په احتياطي ډول له درې تر څلور سوه زره ټنه نور غنم واخلو، چې که د غلې دانې د کمښت کومه ستونزه پېداکېږي مخه يې پرې ونيسو.))

مرستيال وزيرسليم کندوزي زياته کړه د باميانو، دايکنډي او بدخشان په څېر سړو ولايتونو کې چې لارې يې په ژمي کې د واورو له کبله بندېږي، په هر ولايت کې له پېنځو زرو تر شپږو زرو ټنو د غنمو وړې زېرمې ځای پر ځای کړې چې د اړتيا پر وخت به يې بازار ته وباسي.

دی وايي زېرمه شوي غنم خلکو ته په وړيا ډول نه ورکول کېږي ، بلکې په بازار کې د غنمو د بيو د انډول ساتلو په موخه بازار ته وېستل کېږي.

ده وويل د هند حکومت له افغانستان سره د ۱۵۰ زره ټنه غنمو ژمنه وار له مخه کړې او په راتلونکې کې به يې افغانستان ته د را واردولو چارې پېل شي.

ښاغلي کندوزي څرګنده کړه له دې سره سره چې په روسيه کې د اور لګېدلو او په پاکستان کې د سېلاوونو له امله د غنمو فصلونو ته زيانونه اوښتي ، خو بيا هم له دواړو هېوادونو څخه افغانستان ته غلې دانې را واردېږي.

دوه کاله وړاندې په افغانستان د خوراکتکو په ځانګړې توګه د غنمو بيې دومره پورته وختې چې له کبله يې ان د افغانستان په ځينو سيمو کې مېندو او پلرونه اړ شول د ډوډۍ د نه ورسېدو له امله خپل ماشومان وپلوري.