قومي مشران حکومت ته د سولې په تړاو سلامشوره ورکوي

قومي مشران
Image caption دا فغانستان تاريخ ته که وکتل شي نو د پيړيو پيړيو راهيسې تر دې وروستيو کلونو پورې د هيواد په کچه د لويو او وړو ستونزو په حل کې قومي مخورو رول لوبولى او جرگې ان د سترو سياسي مسلو په برخه کې خپل نوم او نښان پريښى .

د افغانستان د سويلي ولايتونو په لسگونو قومي مشران کابل ته را بلل شوي چې د دغه هېواد د سياسي مسلو په حل کې د جرگو او قومي مشرانو د ونډې په اړه حکومت ته سلا مشوره ورکړي.

دغو قومي مشرانو گيله وکړه چې په تېرو لسو کلونو کې نه افغان حکومت او نه هم نړيوالو ځواکونو د سويلي ولايتونو د ستونزو په اړه له دوى سره خبرې کړي دي .

دوى له حکومت څخه وغوښتل چې د عدلي او قضايي پريکړو ترڅنگ دې د جرگو پرېکړې هم په رسميت وپېژني.

د مشورې ورکولوپه دغې درې ورځنۍ غونډې کې دافغانستان له نا ارامه ولايتونو ، کندهار ، هلمند ، ارزگان او زابل څخه شاوخوا سل تنه قومي مشران په کابل کې سره جرگه شوي دي .

په دغه ډله کې له هر ولايته د درو ميرمنو په گډون شل تنه قومي مخور اوجرگه ماران برخه لري.

دغه ناسته د امريکې د نړيوالې پرمختيايي ادارې يو اس اې اى ډي لخوا برابر شوى او يو تنظيموونکى يې شفيق الله ضيايي وايي چې ددغو قومي مشرانو څخه به د سويلي ولايتونو د امنيتي او سياسي ستونزو د حل په اړه مشوره وغوښتل شي :

'' دغه مخور به حکومت او نړيوالو ته داسې مشورې ورکوي چې دافغانستان د ارامۍ او سوکالۍ په گټه وي. ''

د هلمند او کندهار څخه يو شمير راغلي قومي مشران چې د نا امنيو له ويرې يې د خپل نوم له ښولو ډډه وکړه وويل چې په تيرو لسو کلونو کې افغان حکومت او نړيوالو ځواکونو ددوى رول او ونډه بيخي ددوى په خبره له پامه غورځولې وه .

دوى غواړي چې د وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې بايد د قومي مخورو ونډې او اغيز ته پام وکړي .

دوى په دې باور وو چې په هره سيمه کې دوى ته ورته کسان د امنيت په ټينگولو کې مهم رول لوبولى شي اوباور يې داوو چې که د پوځي عملياتو پر مهال نړيوال ځواکونه له دوى سره مشوره وکړي د ملکي تلفاتو کچه به راټيټه شي .

دا فغانستان تاريخ ته که وکتل شي نو د پيړيو پيړيو راهيسې تر دې وروستيو کلونو پورې د هيواد په کچه د لويو او وړو ستونزو په حل کې قومي مخورو رول لوبولى او جرگې ان د سترو سياسي مسلو په برخه کې خپل نوم او نښان پريښى .

په دې وروستيو کلونو کې د جرگې رول او جرگه مارو اغيز په نړيواله کچه منل شوى او اوس يو ځل بيا د افغانستان د امنيت په څير د سترو سياسي لانجو په حل کې جرگو او قومي مشرانو ته مخ ور اوښتى.

په واشنگټن او کابل کې اوس سياستوال غواړي چې د کليو ، ولسواليو او ولايتونو په کچه هم د سياسي شخړو په حل کې د قومي مشرانو مرسته وکاروي او يا لږ تر لږه ددوى مشورو ته غوږ ونيسي .