هولبروک: د طالبانو نور مشران له افغان حکومت سره خبرې غواړي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي وويلي ځينې طالب مشرانو له افغان حکومت سره د سولې په اړه د خبرو غوښتنه کړې ده.

Image caption ریچرډ هولبروک ویلي : " دغه اړيکي او سلامشورې" په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پراخه عملیاتو په پایله کې ترسره شوې دي.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا نه مني چې ګني د امریکا په غوښتنه دې په وزیرستان کې د اورپکو پرضد پراخه عملیات وکړي.

شاه محمود قریشي ویلي لاتراوسه په وزیرستان د وسله والو پرضد د عملیاتو وخت نه دی رارسېدلی.

واشګنټن ویلي چې د طالبانو ځينو مشرانو له افغان حکومت سره د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی دی، خو کوم اړيکي چې نیول شوي، د خبرو تر حد پورې نه دي ترسره شوي.

خو وسله والو طالبانو په وار، وار له حکومت سره د سولې په تړاو د پټو خبرو رپوتونه رد کړي دی.

ریچرډ هولبروک ویلي : " دغه اړيکي او سلامشورې" په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پراخه عملیاتو په پایله کې ترسره شوې دي.

نوموړي ویلي: "د طالبانو زیاتره مشران له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي. "

خو نوموړي په افغانستان کې ترینګلی جنګي وضعیت د ویتنام او یوګوسلاویا له جګړو سره د نه پرتله کولو ګڼلی دی او وايي چې " په افغانستان کې چې هرڅوک زموږ پرضد جنګېږي، موږ یې خپل دښمنان بولو."

هولبروک ټينګار کوي چې " د سولې او پخلاینې خبرې دمګړۍ د چارو په پرمختګ کې د بریالیتوب په مانا نه دی" او په پوځي بریا دا مانا نه لري چې ګني ارومرو د د افغانستان جګړه وګټل شي.

تاريخي اړيکي

بل خوا د پاکستان د باندینیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي هېواد یې د واشنګټن هغه فشار ته چمتو نه دی، چې په شمالی وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پرضد پراخه عملیات پيل کړي.

ښاغلي قريشي ويلي دی مني چې په شمالي وزیرستان کې وسله وال اورپکي په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته یو سرخوږی دی، خو په وینا یې " موږ خپل لومړیتوبونه لرو چې باید لومړۍ هماغه په پام کې ونیسو، چې اوس د دې جګړې د پيلولو مناسب وخت نه دی."

ښاغلی قریشي دغه څرګندونې له واشنګټن څخه تر ستنېدا وروسته کړې دي.

شاه محمود قریشي د خپل هېواد له جګپوړي پلاوي سره په واشنګټن کې له جګپوړو امریکايي چارواکو سره څو ورځې پر پټو خبرو بوخت و.

د خبرو په دې لړ کې امریکا له پاکستان سره څو میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه.

د امریکا متحده ایالتونه وايي په وزیرستان کې پوځي عملیات په افغانستان کې د روانې جګړې د ګټلو کیلي ده؛ دا ځکه چې دغه سیمه د " حقاني د شبکې" لپاره ډېره مهمه ده.

Image caption پاکستان په قبایلي سیمو کې د حقاني له شبکې سره هر راز اړیکه ردوي.

دغه شبکه د پوځي مشرانو په اند په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو لپاره تر ټولو ډېره ګواښ پېښوونکې ده.

سیاسي شنونکي وايي چې اسلام اباد په وزیرستان کې د نویو عملیاتو د پیلولو خبره ځکه رد کړې چې نه غواړي هغه وسله والې ډلې په نښه کړي، چې تاريخي اړیکي ورسره لري او ښايي چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته له همدې ډلو څخه په افغانستان ګټه واخلي.

دا مهال د حقاني شبکه د جلال الدین حقاني او د هغه دزوی سراج الدین حقاني لخوا اداره کېږي، چې په ۹۰مه لسیزه کې یې په افغانستان کې له روسانو سره تر مرګ پورې جګړه کړې ده.

پاکستان د حقاني له شبکې سره هر راز اړیکه درلودل ردوي او وايي چې په قبايلي سیمو کې د روانو عملیاتو تر پای ته رسېدا مخکې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات نه شي پیلولی.

ورته مطالب