افغانستان د 'انتونوف الوتکو' پر الوتنو بندیز ولګاوه

پامیر الوتکه
Image caption د هوايي چلند وزارت چارواکي وايي د پامير هوايي شرکت هغه الوتکه چې په تېر غويي کې له کندوز څخه کابل ته پر لارې د هندوکش د غرونو په لمنو کې رانسکوره شوه انتونوف ۲۴ ډوله وه.

افغان حکومت د کورنيو هوايي شرکتونو د انتونوف الوتکو پر الوتنو له دې امله بنديز لګولی چې زړې او د افغانستان په غرنيو سيمو کې خطرناکې دي.

په دغه هېواد کې ځينې هوايي شرکتونه د کورنيو الوتنو لپاره انتونوف روسي ډوله الوتکې کاروي.

د انتونوف الوتکو په اړه اندېښنې له هغه وروسته ډېرې شوې چې د روان کال په غويي کې د پامير هوايي شرکت يوه څلوېښت کلنه انتوف ۲۴ ډوله الوتکه د هندوکش دغرونو په لمنوکې ولوېده.

په افغانستان کې هوايي چلند هومره پرمختګ نه دی کړی خو له تېرو څو کلونو راهيسې پر دولتي اريانا افغان هوايي شرکت سربېره درې نورو هوايي شرکتونه ته هم د فعاليت اجازه ورکړل شوې ده .

ددغو شرکتونو يو شمېر الوتکې روسي ډوله انتونوف دي چې عمر يې لسګونه کاله ته رسېږي .

د ولسي جرګې غړو همدغې ستونزې ته په پام سره د ترانسپورټ او هوايي چلند مرستيال وزير محمدالله بتاش ورغوښتی و.

ښاغلي بتاش غونډې ته د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وويل د انتونوف ۲۴ ډوله الوتکو په اړه د دوی د وزارت څېړنې ښيي چې د هېواد په غرنيو سيمو کې ډېرې خطرناکې دي .

هغه وويل په دې اړه يوه استثنا هم شته او هغه دا چې دغه الوتکې تر کتنې وروسته يوازې د بلخ او هرات تر منځ الوتنې کولای شي :

''د زړو الوتکو د درولو په تېره بيا د انتونوف په اړه موږ پرېکړه کړې ده . هغه څېړنې چې موږ کړې انتونوف ته په هېڅ ډول د الوتنې اجازه نه ورکوو په ځانګړي ډول په لوړو او غرنيو سيمو کې .

او که چېرته فعاليت هم کوي موږ ورته لارښوونه کړې چې د بلخ او هرات په هوايي ډګرونو کې دې اډې جوړې کړي او زموږ د همکارانو له تخنيکي کتنې او ارزونې وروسته دې په هغو سيمو کې الوتنې کوي چې لوړې او غرنۍ نه وي.''

Image caption خو تر اوسه پورې کره معلومه نه ده چې په افغانستان کې د کارول کېدونکو الوتکو عمرونه څو کلونو ته رسېږي.

د ښاغلي بتاش په وينا د افغانستان د هوايي چلند قوانين يوازې هغو الوتکو ته د الوتنې اجازه ورکوي چې د الوت عمر يې تر ۱۵ کلونو ډېر نه وي .

خو تر اوسه پورې کره معلومه نه ده چې په افغانستان کې د کارول کېدونکو الوتکو عمرونه څو کلونو ته رسېږي.

د هوايي چلند وزارت چارواکي وايي د پامير هوايي شرکت هغه الوتکه چې په تېر غويي کې له کندوز څخه کابل ته پر لارې د هندوکش د غرونو په لمنو کې رانسکوره شوه انتونوف ۲۴ ډوله وه.

په دغې الوتکې کې ۳۷ تنه ووژل شول چې د وزارت په وينا دوی ته يې اړ کړل چې په غرنيو سيمو کې د ورته الوتکو پر الوتنو بنديز ولګوي.

تر دې مهاله پورې هوايي شرکتونو په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.

ورته مطالب