کرزی: د ټاکنو کمېسیون دې قومي انډول په پام کې ونیسي

ولسمشر حامدکرزي د ده په وينا د ملي يووالي په خاطر د ټاکنو پر کمېسيون غږ وکړ چې په راتلونکې ولسي جرګه کې د خلکو سم استازيتوب ته چې موخه يې قومي انډول و، پام وکړي.

Image caption ولسمشر کرزي وويل په ځينو ولايتونو کې د امنيتي ستونزو له امله خلکو رايې نه دي ورکړې او پخپله يې د غزني ولايت بېلګه راووړ چې په وينا يې تر لسو زياتو ولسواليو کې يې ټاکنې نه دي شوې.

ده په لومړي ځل د ځينو سيمو نومونه واخيستل چې د امنيتي ستونزو له امله پکې ټاکنې نه دي شوې او په راتلونکې ولسي جرګه کې به يې استازي نه وي .

خو يو شمېر حقوقپوهان دغه مسله له قانوني ، حقوقي او تخنيکي اړخه ناسمه او ناشونې بولي او حکومت پړ بولي چې ولې يې د ټاکنو لپاره امنيت نه و ټينګ کړی .

د ټاکنو کمېسيون بيا د ښاغلي کرزي د غوښتنې په غبرګون کې له خپلو کړنو څخه ننګه کړې خو بيا هم جوړجاړی نه ردوي .

د ولسي جرګې له ټاکنو يوه مياشت وروسته ولسمشر کرزي په ټاکنو کې د قومي انډول له امله ظاهرا اندېښنه ښوولې او د ټاکنو پر کمېسيون غږ کړی چې دې مسلې ته پام وکړي .

که څه هم د حکومت له لوري د خپرو شويو شمېرو له مخې شاوخوا څلور ميليونه رايې کارول شوې خو د راپورونو له مخې په ډېرو سيمو کې د ټاکنو پر ورځ خلکو رايې نه دي کارولې .

ِغزنی

ولسمشر کرزي وويل په ځينو ولايتونو کې د امنيتي ستونزو له امله خلکو رايې نه دي ورکړې او پخپله يې د غزني ولايت بېلګه راووړ چې په وينا يې تر لسو زياتو ولسواليو کې يې ټاکنې نه دي شوې.

هغه د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو پر کمېسيونونو غږ وکړ چې په راتلونکې ولسي جرګه کې د ټولو خلکو استازۍ ته يوه لاره جوړه کړي.

غزنی په ولسي جرګې يوولس استازي لري چې د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنيو پايلو پر بنسټ دا ځل ټول په يوه توکم يانې هزاره قوم پسې تړلي خلک بريالي شوي دي .

تېر ته په کتو سره د اندېښنې ټکی هم همدا دی چې د يوه توکم خلک د نورو سم استازيتوب نه کوي نو ځکه ښاغلي کرزي هم پرې خپله اندېښنه ور زياته کړه.

Image caption د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل کمېسيون له قانون سره سمې خپلې چارې تر سره کړې دي .

د ښاغلي کرزي موخه دا ده چې د ولسي جرګې لپاره دې د يوه جوړجاړي په ترڅ کې قومي انډول ته لاره هواره شي خو ايا داشونې ده چې يو بريالی وکيل ناکام او ناکام هغه بريالي شي ؟

د حقوقي چارو کارپوه کبير رنجبر وايي حکومت د ټاکنو لپاره سم تياری نه و نيولی نو اوس غواړي چې په دې ډول ځان له پړې وژغوري .

ښاغلي رنجبر وويل چې په ټاکنو کې د خلکو برخه ډېره کمه وه او دغه کار مشروعيت هم تر پوښتنې لاندې راولي . د ولسي جرګې ټاکنې د وږي پر اوويشتمه وشوې او لومړنۍ پايلې يې د تلې پر اتمه ويشتمه اعلان شوې . د ټاکنو کمېسيون وايي چې نژدې درې اونۍ وروسته به يې وروستۍ پايلې هم اعلان کړي او په داسې وخت کې د ښاغلي کرزي غوښتنه څه مانا لري ؟

ايا شونې ده چې په پايلو کې د هغه په خوښه بدلون راوستل شي او يا دا چې په هغو سيمو کې بېرته ټاکنې وشي چې د کرزي په وينا اوسنۍ ونډه به يې ملي يووالي ته زيان ورسوي .

د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل کمېسيون له قانون سره سمې خپلې چارې تر سره کړې دي .

هغه زياته کړه دوی يوازې د ټاکنو د تخنيکي چارو مسؤوليت لري:

''طبعي ده چې د مسلې سياسي اړخونه د ټاکنو په کمېسيون پسې تړاو نه لري او نه شي کولای چې د سياسي مصلحتونو پر بنسټ پرېکړه وکړي ، د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې اوس چې ليدل کېږي چې قومي انډول په پام کې نه دی نيول شوی چې کېدای شي دا کار د ملي يووالې له اړخه د هېواد راتلونکې ته ډېر ګټور نه وي . زما باور دا دی چې د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونه د قانون په رڼا کې کولای شي پرېکړه وکړي، خو تر اوسه پورې په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې او طبعي ده کله چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته موضوع ورسېږي هغوی کولای شي چې د اړتيا پر مهال يې د ټاکنو له کمېسيون سره هم شريکه کړي. ''

د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنيو پايلو له اعلانه وروسته ځينې خلک د اټکل خلاف ناکام شوي او نور بيا بريالي شوي دي.

دغه کار له هغه لومړي سره يو شمېر غبرګونه هم راپارولي دي چې په پکتيا ولايت کې د يوه نوماند پلويانو خپله ناخوښي د ټرافيک پر مخ د ګردېز - خوست د لويې لارې په تړلو سره ښکاره کړه .

د ولسمشر کرزي له وينا وروسته اوس داسې ښکاري چې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه اندېښنې او ناخوښي په لويه کچه دي او کېدای شي مسله نور اړخونه هم پيدا کړي .

ورته مطالب