رفعت: د شکايتونو ارزونه روانه ده او کېدای شي پر پايلو اغېزه وکړي

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون
Image caption د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي دوی تر اوسه پورې د شکايتونو په ارزولو بوخت دي.

د اوسنۍ ولسي جرگې دوه ويشت تنه داسې غړي چې په تېرو ټاکنو کې پاتې راغلي په کابل کې راټول شوي ول او د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونه يې تورنول چې ګنې په ټاکنو کې يې د پراخې درغلۍ مخه ونه شوه نيولاى.

دوی ادعا کوله چې له همدې امله د دوی ټاکنيز حقونه تر پښو لاندې شوي دي.بله غاړه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي د شکايتونو د ارزولو لړۍ لا روانه ده.

د ياد شوي کمېسيون وياند احمد ضيا رفعت وويل نژدې شپږ زره ټاکنيز شکايتونه يې تر لاسه کړي چې نژدې دوه زره او پېنځه سوه يې د ټاکنو پايلې اغېزمنولاى شي:(( کله داپوښتنه رامخې ته کيږي چې کميسون د شکايتونو ارزونه نه کوي.خو موږ لا د کار پاى ته نه يو رسيدلي چې شکايت کونکي پوه شي چې موږ يې شکايتونه ارزولي دي کنه؟ د کار په پاى کې به څرگنده شي چې تر کوم کچ شکايتونه ارزول شوي دي. ))

بله غاړه د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا FEFA د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پر دې پرېکړه نيوکه وکړه چې د شپږو سوو مرکزونو رايې يې کوټه او باطلې اعلان کړې دي.

د ياد شوي بنسټ اجرايوي مشر جانداد سپين غر وويل په دې چاره کې د ټاکنو د قانون ٥٧ ماده په پام کې نه ده نيول شوې.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي په هغو شپږ سوه مرکزونو چې دوی يې رايې باطلې کړې ، له لويه سره ټاکنې نه دي شوي او يوازې د ځانگړو نوماندانو په گټه صندوقونه ډک شوي دي .

د ياد شوي کمېسيون وياند نور محمد نور وايي په داسې حال کې د څارونکو ښکېلتيا بې ځايه وه.

د افغانستان د ولسي جرگې ټاکنې د وږي پر ٢٧مه، و شوې،چې ترې وروسته داسې ادعاوې وشوې چې ګنې په دغو ټاکنو کې پراخې ټگۍ برگۍ او سرغړونې شوې دي.

ددغو ټاکنو لومړنۍ پايلې نژدې دوه اونۍ وړاندې اعلان شوې او ټاکل شوې چې وروستۍ هغې به د شکايتونو تر ارزولو وروسته اعلان شي.