حسام: د هېواد پاتې سيمو ته هم مخابراتي خدمتونه رسوو

مخابرات
Image caption ښاغلي حسام وويل تر اوسه پورې ځينو سيمو ته د مخابراتي خدمتونو د نه رسېدو لامل ا منيتي او لوجيستيکي ستونزې وې.

مخابرات د افغانستان له هغو بنسټيزو پروژو څخه ده چې حکومت پرې ډېر حساب کوي او په عام ژوند کې يې هم اغېزې او نښې نښانې جوتې دي .

د دولتي شمېرو له مخې دا مهال د هېواد په سلو کې اتيا برخې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري خو حکومت وايي هڅه کوي چې پاتې برخو ته يې هم ورسوي.

ددغه کار لپاره د مخابراتو وزارت يوه نوې پروژه ډيزاين کړې چې او يوازې په هغو سيمو کې به پلي کېږي چې هلته ګرسره مخابراتي خدمتونه نه وي.

د مخابراتو يو مرستيال وزير بريالی حسام وايي پر دغې پروژه اته ميليونه ډالره لګيږي او په يوه کال کې بشپړه شي :(( ډېر دغه خدمتونه به په هغو ولايتونو کې وي چې مخابراتي خدمتونو پکې پراخ نه دي لکه نورستان فراه او غور ولايتونه چې مخابراتي خدمتونه پکې ډېر کم دي . دا داسې سيمې دي چې هېڅ ډول مخابراتي اسانتياوې پکې نشته. او دغه تړونونه به په نژدې يوه کال کې بشپړ شي .))

ښاغلي حسام وويل دغه پيسې به له هغه صندوقه ورکول کېږي چې په افغانستان کې د مخابراتو د پراختيا لپاره جوړ شوی او مخابراتي شرکتونه اړ دي په هرو څلورو مياشتو کې د خپلو خالصو عايدو دونيم سلنه دغه صندوق ته ورکړي .

ښاغي حسام وويل چې له دغې پروژې سره درې نيم لکه نور افغانان هم مخابراتي اسانتياوو ته لاسرسی ومومي .

نوموړي وويل تر اوسه پورې دغو سيمو ته د مخابراتي خدمتونو د نه رسېدو لامل امنيتي او لوجيستکي ستونزې وې او ظاهرا يې داسې وښوده چې اوس دوی پر دغو ستونزې بر شوي دي .

خو د افغانستان په ډېرو ښارونو، ولسواليو او سيمو کې اوس هم د مخابراتي شبکو له پراختيا سره سره د ټليفونونو د کارولو ستونزه پر ځای پاتې ده .

په شمالي ولايتونو کوندوز او بغلان سربېره د لوېديز، سوېل او سوېل لوېديز په پراخو سيمو کې د وسلوالو مخالفينو د ګواښونو له وېرې مخابراتي شبکې د شپې لخوا کار نه کوي چې دغه کار پخپله خلک له زياتو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

که په تېرو نهو کلونو کې په افغانستان کې مخابراتو په فزيکي ډول بېساري پرمختګ کړی خو د کيفيت د ټيټوالي او د خبرو د بيې د لوړوالي ستونزه لا پر ځای پاتې ده .

دا مهال پر يوه نيمه دولتي مخابراتي شرکت سربېره څلور نور مخابراتي شرکتونه فعاليت کوي چې پر ټېليفوني اسانتياو سربېره يې لکونه افغانانو ته د انټرنټ اسانتيا هم برابره کړې ده .

دولتي شمېرې ښيي چې په تېرو نهو کلونو کې د مخابراتو پرخه کې يو مليارډ ډالره پانګونه شوې او په سلو کې اتيا افغانان په يو ډول نه يو ډول ټېلېفون ته لاسرسی لري .