ريپوټ: په افغانستان کې د امريکا مرستې سمې نه دي لګېدلې

ډالر
Image caption د پلټنې ځانګړې اداره وايي په افغانستان کې د امريکا ډېرې پيسې په داسې لارو لګول شوي چې پلټل يې خورا ستونزمن کار دی.

په افغانستان کې د بيا رغونې لپاره د امريکا د مالي مرستو د لګښتونو په اړه لومړنيو پلټنو موندلې چې دغه پيسې سمې نه دي تنظيم شوې او اوس يې څارنه هم ډېره ګرانه ده .

دغه راپور چې د افغانستان د بيا رغونې لپاره د تفتيش يا پلټنې د ادارې لخوا چمتو شوى .

دوی په افغانستان کې د امريکا لګښتونه هغه څه وبلل چې په وينا يې له سړي څخه لاره ورکوي، چې دا پيسې له کومه راغلې او چېرې لگېدلې دي؟

د امريکا متحده ايالتونو له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۹ کال پور ې په افغانستان کې ۱۷،۷ ميليارده ډالره لګولي دی.

دغه پيسې شاوخوا اووه زره قرارداديانو ته رسېدلي دي.

خو دافغانستان لپاره د پلټنې د ځانګړې ادارې د ريپوټ له مخې دغه مرستې ډېرې لږې همغږې وې.

د امريکا د دفاع وزارت او د امريکا پرمختيايي اداره يا USAID په دې نه پوهېږي چې څومره پيسې دوی لګولې او دغه پيسې چا ته رسېدلې دي.

پخپله د دغو دوو ادارو ترمنځ او د حکومتي ادارو په منځ کې ډېره لږه همغږي ليدل شوې.

د پلټنې اداره وايي امريکا په لاره ورکونکې توګه لګښتونه کړي دي. په هر حال د پلټنې ځانګړې ادارې له ځينو دغو لګښتونو څخه پرده پورته کړې ده.

تر ټولو لوی تړون له امريکايي ډاين ګروپ کمپنۍ سره د پوليسو د روزنې او د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې د يو اعشاريه اته ميليارده ډالرو په ارزښت شوی دی.

په کابل کې يوه ودانيز شرکت، د دفترونو د جوړولو په موخه شاوخوا اووه سوه ميليونه ډالره ترلاسه کړي دي.

امريکا له ۲۰۰۱ لومړي کال راهيسې په افغانستان کې پېنځه پېنځوس ميليارډه ډالره لګولي، خو د پلټنې اداره په دې نده توانېدلې چې له ۲۰۰۷څخه د مخکې کلونو لګښتونه معلوم کړي، ځکه د لومړنيو کلونو حسابونه ډېر کمزوري او د څېړلو وړ نه دي.

د پلټنې د ځانګړې ادارې په يوه بل ريپوټ کې ويل شوي چې د افغان پوليسو لپاره د شپږو ودانيو د جوړولو په موخه له امريکايي ماليې ورکونکو څخه پېنځه نيم ميليونه ډالره اخيستل شوي، خو نه دي لګول شوي.

د جوړونې د چارو کيفيت ډېر خراب دی او په هېلمند او کندهار کې جوړ شوي مرکزونه د يوې زلزلې مقاومت هم نه لري او نړېږي.