نيک کارتر: د کندهار د عملياتو برياليتوب به وروسته معلومېږي

نيک کارټر
Image caption تورنجنرال نيک کارټر وويل چې د کندهار د روانو پوځي عملياتو پايلې به په راتلونکي جون کې څرګندې شي.

په کندهار ولايت کې د ناټو ځواکونو د پوځي عملياتو قوماندان بريتانيايی جنرال وايي د راتلونکي کال په جون کې به دا څرگنده شي چې عمليات يې بريالي دي او کنه؟

تورنجنرال نيک کارتر چې د ويډيويي کنفرانس له لارې د امريکا په دفاع وزارت کې له خبريالانو سره غږېده وويل په افغانستان کې د عملياتو پر بري باندې په قضاوت کې بايد بيړه ونه شي.

د ناټو د تګلارې لپاره په سويلي ولايت کندهار کې عمليات مهم دي. جنرال کارتر دا عمليات سږکال مهمه تکتيکي جګړه وبلله.

نوموړي وويل باور لري چې په کندهار کې هرڅه د پخوا په پرتله ښه شوي دي.

تورن جنرال نيک کارتر په احتياط سره په کندهار کې د پرمختګ په اړه وويل چې پرمختګ بايد ريښتنی وي: (( زه به تاسې ته دا و وايم چې په افغانستان کې د پرمختګ د نه معلومولو په برخه کې ترهغه چې په کال کې يې مناسب فصل او وخت نه وي رارسېدلی بايد ډېر ځير و اوسیء.

زه انګېرم چې تر راتلوونکي جون پورې به موږ باوري شو چې موږ په تېرو څو مياشتو کې څومره پرمختګ کړی او څومره برياليتوب مو ترلاسه کړی دی.))

د ناټو په مهمو غړو هېوادونو کې پوځي قوماندانان او سياسي مشران تر ډېرېدونکي فشار لاندې دي چې هغه پرمختګ روښانه کړي چې ددوی د تګلاري مهمه برخه جوړوي په ډاګه کړي.

په همدې حال کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د راتلونکي زېږدي کال جولای د هغې ګړۍ په توګه ټاکلې چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل پکې پيل شي.

د جنرال کارتر په وينا په هڅوونکو نښو کې دا هم راځي چې اوس ملکي وګړي کولای شي په کندهار او شاخوا سيمو کې له کومې ستونزې پرته وګرځي.

د نوموړي په وينا دا له هغو ننګونو څخه يوه وه چې په کندهار کې اورپکۍ ته په کتو سره خلک ورسره مخامخ ول.

تورن جنرال کارتر دغه راز اشاره وکړه چې د وسلو او چاودېدونکو توکو د پټو ځايونو په ورښودلو او د معلوماتو په ورکولو کې خلک هم ورسره مرسته کوي.

د نوموړي په وينا په کندهار ښار کې په سلو کې اتيا شلخي بمونه او چاوېدونکي توکي د خلکو له خوا افغان پوليسو ته سپارل کېږي او يا هم د پوليسو له خوا کشفېږي چې دا پر اورپکو فشار زياتوي او دهغوی منابع کموي.

ده وويل د بېلګې په توګه دا يادولی شو چې د امونيم نايتريت بيه چې د شلخي بمونو په جوړولو کې کارول کېږي لس چنده لوړه شوې ده.