په کابل کې د ځوانانو د عالي شورا غونډه جوړه شوه

ځوانان
Image caption د ځوانانو د لويې شورا غونډه به دوه ورځې نوره هم په کابل کې روانه وي .

په کابل کې د افغان ځوانانو د لويې شورا لومړنۍ غونډه پيل شوې ده .

د چارواکو په وينا په غونډه کې د افغانستان د ټولو ولايتونو ځوانانو ګډون کړی او د ځوانانو پر ستونزو او حل لارو به خبرې اترې کېږي.

غونډه به درې ورځې روانه وي.

د دولت له لوري رابلل شوي سلګونه ځوانان په کابل کې د لويې جرګې په کېږدۍ کې راغونډ شوي او له يو بل سره پر خپلو ستونزو او له حکومتي چارواکو سره د هغو په شريکولو بحث کوي .

غونډه د افغانستان د ځوانانو د عالي شورا په نوم جوړه شوې چې د چارواکو په ويناله هر ولايت څخه له دوو تر څلورو ځوانان پکې برخه لري .

د سلګونه ځوانانو ددغې غونډې د رابللو نوښت د اطلاعاتو او کولتور وزارت کړی او د وزير مخدوم رهين په ويناهڅه کوي چې د ځوانانو پر ستونزو ځان پوه کړي .

ښاغلي رهين وويل وار له مخې يې لا د ځوانانو د وزګارتيا، بېوزلي او د ښوونيزو شرايطو د برابرولو لپاره يو لړ ګامونه اخيستې دي .

''موږ طرحه لرو چې د ځوانانو لپاره کار ومومو، همدا اوس هم موږ د لوړو زده کړوله ځینو مؤسسو سره په تماس کې یو، چې ځوانانو ته په ښه تخفیف زده کړه ورکړي، د اطلاعاتو او کولتور وزارت لخوا به ځوانان دوی ته ورپېژندل کېږي او موږ هڅه کوو چې دوی ته لنډمهالي کورسونه جوړ کړو چې بیا ژر کار ومومي. ''

افغان ځوانان هم خپلې لويې ستونزې ، د امنيت نشتوالی ، وزګارتيا، خواري ، د ښوونې روزنې نشتوالی او نشه يي توکي بولي .

Image caption خو د اطلاعاتو او کولتور وزير مخدوم رهین وويل چې دغې غونډې ته د ټاکنو له لارې ځوانان راغلي دي .

دوی وايي يوازې غونډې نه شي کولای چې دغه ستونزې هوارې کړي او د اطلاعاتو او کولتور پر وزارت هم نيوکه کوي چې دغه ډول غونډې ددې لپاره نه جوړوي چې د ځوانانو ستونزې هوارې کړي بلکې د ځان ګټه پکې ويني.

خو د اطلاعاتو او کولتور وزير وويل چې دغې غونډې ته د ټاکنو له لارې ځوانان راغلي دي .

نوموړي زياته کړه هڅه کوي د ځوانانو ټولې غوښتنې واوري او وخت پر وخت د هغوی د حل لپاره لارې چارې ولټوي .

د ځوانانو د لويې شورا غونډه به دوه ورځې نوره هم په کابل کې روانه وي .

ښاغلي رهين وويل د ځوانانو د عالي شوار غونډه به په کال کې يو ځل رابلل کېږي او د ځوانانو پر ستونزو به بحث کوي .