کرزی: 'د معینانو لګښت د هند د لومړي وزیر له لګښته ډېر دی'

ښاغلی کرزی
Image caption ښاغلی کرزی وايي د حکومت د وزارتونو د معینانو د لګښتونو د راکمولو په موخه یې یوه تګلاره تصویب کړې ده.

افغان حکومت د داسې يوې تگلارې د پلې کولو هوکړه کړې چې له مخې يې په دولتي ادارو کې د ناضروري څيزونو له اخيستلو مخنيوى کيږي.

افغان چارواکي وايي په پام کې ده چې پر دغو سپما کېدونکو پيسو د هغو ځوانانو لپاره په بهر کې د لوړو زده کړو زمينه برايره کړي چې دا مهال په کور د ننه ترې بې برخې پاتې دي .

د ماليې وزارت وايي چې دغه طرحه يې افغان کابينې ته سپارلې او په خبره يې چې د افغان دولت د کلنۍ بودیجې نيمايي يې د کورنيو عوايدو او نوره هغه يې له نړيوالو مرستو تر لاسه کېږي.

د وزارت چارواکي وايي که چيرته په ادارو کې دغه تگلاره پلې شي، نو افغان دولت به اړ نه وي چې د خپلې کلنۍ بوديجې سمه نيمايي برخه له نړيوالو مرستندويانو تر لاسه کړي.

افغان حکومت مني چې په دولتي ادارو او ځينو وزارتونو کې له اصرافه کار اخيستل کېږي او لوړپوړي چارواکي داسې څيزونه کاروي چې بيې يې ډېرې لوړې دي.

د ولسمشر وياند وحيد عمر وايي چې دا مهال د افغانستان د ځينو معينانو مياشتنى لگښت د گاوڼيو هېوادونو له صدراعظمانو لوړ دى، خو هغه وايي چې حکومت د دغو اضافي لگښتونو د مخنيوي لپاره نوې تگلاره خپله کړي ده :

''يوه جامع تگلاره ده چې پر مټ يې د دولتي لگښتونو سپما کيږي او دا هغه لگښتونه دي چې افغان دولتي چارواکي يې تل کوي او که ووايو له هغې پرته هم افغان حکومت کولاى شي چې کار مخته بوځي.

نن افغان ولسمشر په واضح ټکو کې د حکومت غړو ته وويل چې زموږ د معينانو مياشتنى لگښت د هندوستان له صدراعظمه چې د يو ستر هېواد او د اقتصادي ځواک خاوند هېواد يادېږي زيات دى او زموږ د چارواکو دبدبه هم له هغه نه ډېره ده، افغان حکومت دغه تگلاره همدا نن تصويب کړه او موږ هيله من يو چې له مخې به يې زموږ د چارواکو لگښتونه هم راکم شي.''

د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې دولت هر کال له خپلې لگښتي بوديجې سمه نيمايي يې که د کورنيو عوايدو تر لاسه کېږي نو د پاتې نيمايي برخې لپاره اړ دى چې بهرنيو مرستندويه هيوادونو ته لاس وغځوي.

د دغه وزارت وياند عزيز شمس وايي چې ځيني دولتي ادارې د دولت له مالي ځواکه پورته لگښتونه کوي :

''په تېرو څه ناڅه لسو کالو کې ملياردونه ډالره نړيوالې ټولنې له افغان سره د بيارغاونې په برخه کې مرسته وکړه، خو افغان دولت د دولتي ادارو د زياتو لگښتونو په وجه هم په کور د ننه او هم بهر کې تر سختو نيوکو لاندې دى، ځينو دولتي کارکوونکو ته د زياتو معاشونو ورکړه، د وزارتونو لپاره د لوړې بيې د گاډو رانيونه، او داسې نور لگښتونه هغه څه دي چې ر افغان دولت پرې گرم بلل کېږي، خو دولتي چارواکو تل ويلي چې د دغو مرستو ډېره برخه د نړيوالو له خوا لگول شوې او افغان دولت په کې چا نه دى پوښتلى.''

ورته مطالب