په هرات کې د صنعتي توکو څلورم نندارتون (انځورونه)

افغان چارواکي او پانګوال هيله څرګندوي چې د امنيتي وضعيت په ښه کېدو سره لا ډېر بهرني پانګوال پانګونې ته چمتو او په پايله کې د افغانستان په اقتصادي حالت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.

د ايران او افغانستان د صنعتي توکو څلورم نندارتون نن په هرات کي جوړ شو. په دې نندارتون کې چې د بازار موندنې په موخه جوړ شوی، لاسي صنايع، خوراکي توکي او صنعتي ماشينونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

يو شمېر ايراني پانګوالو ويلي چې دا ډول نندارتونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي مبادلاتو د کچې د لوړېدو نښه ده، خو يوشمېر افغان پانګوالو بيا تر اوسه په هرات کې د پانګونې په ډګر کې د ايران ونډه د پام وړ نه ده بللې.

د دې نندارتون ۵۰ غرفې د ايراني توليداتو او ۳۳ نورې د افغانستان په لوېديځ ولايت هرات کې توليد شوي توکو ته ځانګړې شوې دي.

په ايراني توکو کې د نورو څيزونو ترڅنګ ډېری صنعتي ماشينونه او د افغاني کارځايونه په توليداتو کې ډېری لاسي صنايع او خوراکي توکي ترسترګو کېږي.

که څه هم په هرات کې ورته نندارتونونه تردې وړاندې هم جوړ شوي، خو د تېرو کلونو په پرتله په دې نندارتون کې د افغان پانګوالو ونډه څو برابره زياته شوې وه.

د هرات د صنعتګرانو د ټولنې مرستيال توريالی غوثي همدې ټکي ته اشاره کوي:

''خلک به دلته وګوري چې کورني توليدات له بهرنيو توليداتو سره څه توپير لري. دا د بازارموندنې لپاره ډېر ښه نوښت دی درې کاله وړاندې په يوه ورته نندارتون کې موږ ( د هرات د صنعتګرانو ټولنې) يوازې يوه غرفه درلوده خو اوس ۳۳ ته رسېدلې دي.''

ښاغلي غوثي د دې ټولو سره-سره په هرات کې د پانګونې په ډګر کې د ايران ونډه د پام وړ و نه بلله او په دي ولايت کې يې د افغانستان او ايران لخوا د ګډو لسګونو صنعتي کارځايونو پر پرانيستلو ټينګار وکړ.

خو د ايران د نندارتونونو د ټولنې مشر سيد محمد سيدي بيا اوسني نندارتون او د هغو پايلو ته په اشارې سره وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي مبادلاتو کچه لوړه شوي ده:

''د کيفت د لحاظه موږ د پام وړ وده او پرمختګ کړي په ځانګړې توګه د تخنيکي پوهې او تکنالوژۍ د لېږدولو په برخه کې ډېر پرمختګ شوی دا د تعاملاتو د کچې وده څرګندوي.''

د ايران د نندارتونونو د ټولنې چارواکي وايي تر دې وړاندې د ورته نندارتونونو په پايله کې افغانستان ته د ايران د صادراتو کچه لوړه شوې، خو ايا افغان پانګوال او سوداګر څومره ګټه له دې ډول نندارتونونو څخه پورته کولای شي.

ډېری افغان کارپوهان وايي افغانان په دې ډول نندارتونونو کې ويني چې افغانستان هم بهرنيو تو ته ورته توليدات لري.

محمد دين فهيم چې دغه نندارتون ته راغلی، وايي د افغانستان د کورنيو توليداتو په ليدو سره ډېر خوشاله شوی:

''زه چې دلته راغلم ا دلته مې ډېر داسې توکي وليدل چې زموږ خپل توليدات دې په ځانګړې توګه د هرات د صنعتي ښارګوټي توليدات دي دا ډېر د خوښۍ ځای دی.''

د هرات په صنعتي ښارګوتي چې د افغانستان په لوېديځ کې د مهمو اقتصادي مرکزونو په کتار کې شمېرل کېږي، اوس مهال شاوخوا ۳۰۰ فابريکې فعالې دي .

افغان چارواکي او پانګوال هيله څرګندوي چې د امنيتي وضعيت په ښه کېدو سره لا ډېر بهرني پانګوال پانګونې ته چمتو او په پايله کې د افغانستان په اقتصادي حالت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .