د (کراک) سرمشريزې له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه

د افغانستان نقشه
Image caption اسيايي بانک هم له افغانستان سره د ټولې سيمې د اقتصادي غوړيدا په موخه هرکال شاوخوا ۲۵۰ ميليون ډالره مرسته کوي چې په شمال کې د اورگاډي د پټلۍ د غزولو ارزونه او له منځنۍ اسيا څخه دغه هيواد ته د بريښنا د ليږدولو هڅې يې مهمې پروزې بلل کيږي.

د منځنۍ اسيا د سيمه ييزې همکارۍ د سازمان غړو هېوادونو د خپلې غونډې په پاى کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د ترانسپورت، سوداگرۍ او انرژۍ په برخو کې مرسته کوي.

د فليپين په مانيلا کې د سيمې د هېوادونو دغې غونډې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به سلگونه ميليون ډالره مرسته کوي چې د سوداگرۍ د غوړېدا او د سيمې د پرمختيا لپاره د اورگاډي څو پټلۍ او څو نوي سړکونه جوړ کړي.

افغانستان ددغې غونډې مشرې کوله او تمه لري چې غونډې ته د وړاندې شويو سړک جوړونې د پروژو چارې پيل کړي.

د منځنى اسيا د همکارۍ د سازمان په دغه غونډه کې گډونوالو ژمنه وکړه چې د اسيايي پرمختيايي بانک له لارې به له افغانستان سره سلگونه ميليون ډالره مرسته کوي.

ددغو مرستو په مټ به افغانستان په بادغيس کې د حلقوي سړک پاتې برخه، له کابله تر جلال اباده د موټرو د دوهم سړک، له تورخمه تر جلال اباده او له چمن سپين بولدکه ترکندهاره د ريل دپټلۍ د جوړولو چارې تر سره کوي.

د ماليې مرستيال وزير سيد مبين شاه د غونډې د کوربه هيواد فليپين له مانيلا څخه په پلازمېنې کابل کې افغان خبريالانو ته د تيليفون پر کرښه له غونډې د تر لاسه شويو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکول.

ده وويل دا ځل ډير پام په سېمه کې د سوداگرى او اقتصادي غوړيدا لپاره دافغانستان د ترانسپورټي سيستم او لويو لارو په جوړېدو را ټول وو.

ښاغلي مبين شاه وويل افغان حکومت او اسيا يي بانک ليواله دي چې د منځنى اسيا د سېمه ېېزې همکارۍ سازمان وهڅوي چې په خپلو کې مرستې پراخې او دافغانستان مرکزي رول دسېمې په اقتصاد کې لا نور هم ټولو ته جوت کړي .

Image caption د فليپين په مانيلا کې د سيمې د هېوادونو دغې غونډې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به سلگونه ميليون ډالره مرسته کوي چې د سوداگرۍ د غوړېدا او د سيمې د پرمختيا لپاره د اورگاډي څو پټلۍ او څو نوي سړکونه جوړ کړي.

ده وويل د مانيلا په غونډه کې يې په دوه اړخيزه کچه د خپلو يو شمير گاونډيو هيوادونو سره هم د انرژى د ليږد او د سوداگرۍ د پراختيا په اړه خبرې وکړي.

افغانستان غواړي د منځنۍ او سويلي اسيا ترمنځ د يوه اقتصادي پل رول ولوبوي .

په دغه برخه کې افغانستان د سړکونو او اورگاډي د پټلۍ جوړولو ته ډيره اړتيا لري چې تمه لري د اسيا پرمختيايي بانک په مرستو او هڅو سره دغې موخې ته ځان ورسوي بلخوا د سېمې هېوادونه هم ليواله دي چې ددغه جگړه ځپلي هيواد له لارې په خپلو کې اقتصادي راکړه ورکړه زياته کړي.

اسيايي بانک هم له افغانستان سره د ټولې سيمې د اقتصادي غوړيدا په موخه هرکال شاوخوا ۲۵۰ ميليون ډالره مرسته کوي چې په شمال کې د اورگاډي د پټلۍ د غزولو ارزونه او له منځنۍ اسيا څخه دغه هيواد ته د بريښنا د ليږدولو هڅې يې مهمې پروزې بلل کيږي.