د لاريوني نوماندانو د قانع کولو لپاره جرګګۍ جوړه شوه

اعتراض کوونکي نوماندان
Image caption اعتراض کوونکو نوماندانو د لاريون په پای کې ګواښ وکړ چې خپل لاريونونه به اوږدوي او نورو ولايتونو ته به يې هم غځوي .

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د اعتراض کوونکو نوماندانو د لاريونو او نيوکو په غبرګون کې وايي چې د هغوی د قانع کولو لپاره يې يوه ځانګړې جرګګۍ جوړه کړې ده .

لسګونه نوماندانو او د هغوی پلويانو نن پر دويمه پرله پسې ورځ د ولسي جرګې د ټاکنو د پايلو پر ضد لاريون کړی دی.

لاريونو غوښتل چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخو در غليو او لاسوهنو له امله بايد ټاکنې بېرته له سره وشي خو د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دا کار ناشونی بولي.

د ولسي جرګې د ټاکنو د پايلو پر ضد پر دويمه پرله پسې ورځ شوي لاريون کې د اوسنۍ ولسي جرګې هغو غړو هم ګډون کړی و چې د لومړنيو پايلو له مخې ناکام شوي دي . دوی ټولو ويل چې د ټاکنو پايلې ورته د منلو وړ نه دي .

دغو نوماندانو بېلابېلې غوښتنې کولې خو ټولو يې د وږي د اته ويشتمې ټاکنې له درغليو، لاسوهنو او سرغړونو ډکې بللې او ټينګار يې کاوه چې بايد له سره وشي

اعتراض کوونکو نوماندانو د لاريون په پای کې ګواښ وکړ چې خپل لاريونونه به اوږدوي او نورو ولايتونو ته به يې هم غځوي .

په همدې حال کې د ټاکنو کمېسيون وايي د دغو نوماندانو دقانع کولو لپاره يې يوه ځانګړې جرګګۍ جوړه کړې ده چې له هغوی سره د دوی پر نيوکو او ستونزو خبرې وکړي .

خو د کمېسيون وياند نور محمد نور له بي بي سي سره په خبرو کې وويل که کوم نوماند اسناد لري چې سمې رايې ورباطلې او ياکمې شوې دي نو دوی چمتو دي چې له سره يې وشمېري .

خو هغه دا ناشونې وبلله چې ګنې يا به ټاکنې له سره وشي او يا به باطلې رايې په سمو کې وشمېرل شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون هم وايي چې د لومړنيو پايلو تر اعلان درې ورځې وروسته د شکايت اخيستلو وخت پای ته رسېدلی او اوس دوی نه شي کولای د چا شکايت ته غوږ و نيسي .

ددغه کمېسيون يوه غړي وويل شاه سلطان عاکفي وويل که ثابته شي چې د ټاکنو کمېسيون سمې رايې ناسمې بللې نو بېرته به يې له سره وشمېري خو هغه ډاډ وښود چې د ټاکنو کمېسيون خپل کار د قانون پر بنسټ کړی دی .

ښاغلي عاکفي وويل ددوی کمېسيون ته شاوخوا شپږ زره ټاکنيز شکايتونه رسېدلي چې نيم يې جدي دي او کېدای شي د ټاکنو پر پايلو اغېزه وکړي . هغه زياته کړه د رسېدلو شکايتونو نژدې نيمه برخه ارزول شوې او هيله يې وښوده چې تر ټاکلې مودې به ټول شکايتونه وارزوي.

د ټاکنو لومړنۍ پايلې نژدې دوه اونۍ مخکې اعلان شوې او د پايلو تر اعلان وروسته ولسمشر کرزي هم و منله چې د هېواد په ځينو سيمو کې ټاکنې نه دي شوې او د پايلو له مخې قومي انډول پکې پيکه ښکاري .

ورته مطالب