جنرال داود: د شمال حالات مخ پر ښه کېدو دي

Image caption ښاغلی داود وايي په شمال کې د پوځي عملياتو په پايله کې امنيتي حالت ښه شوی دی.

د افغانستان د شمال زون د پوليسو قومندان په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په وروستيو٢ مياشتو کې په شمالي ولايتونو کې امنيت ښه شوى .

لامل يې په شمالي ولايتونو ، کندوز، تخار، بغلان او سرپل کې روان عمليات او د سولې د عالي شورا هڅې وبللې .

جنرال داود داود وويل په دې وروستيو کې دغلته د سلو په شاوخوا کې د طالبانو قومندانان دوى ته تسليم شوي دي :

(( په دغو تر سلو ډېرو کسانو کې چې په کندوز ، بغلان او تخار کې له موږ سره يو ځاى شوي ټول يې د طالبانو د گروپونو و، دا ټول قومندانان په خپلو سېمو کې مشهور او اغيز ناک کسان ول. دارنگه تردې وړاندې د بغلان په ولايت کې د اسلامي گوند يو شمېر کسان تسليم شوي دي .))

جنرال داود وويل دغه عمليات په لويه کچه په ناامنه شمالي ولايت کندوز کې روان دي اوپه وينا يې د طالبانود قوماندې اډه يې تصفيه کړې ده:

(( هغه سيمه چې ځانمرگي بريدونه ورڅخه رهبري کېدل او د سړک غاړې ماينونه پکې جوړېدل هغه ټول تصفيه شول ، يا په بله وينا د چهاردرې ١٢ کلي ټول پاک شوي دي .))

ښاغلي داود د کندوزگاونډ تخار ته هم اشاره وکړه او خوشاله وو چې هغه ولايت يې په بشپړه توگه له وسله والو طالبانو پاک کړی دی:

((د تخار ولايت په مکمله توگه د طالبانو د ځواکونو له اړخه چې په دريو ولسواليو ينگي کلا ، درقد او خواجه بهاوالدين کې يې ځالې جوړې کړې وي پاک شو. د طالبانو ټول سيمه ييز گروپونه دړې وړې شول او ډېر قوماندانان يې له دولت سره يوځاى شول.))

ښاغلى داود وايي چې په بغلان ، سرپل او فارياب ولايتونوکې هم دامنيت ټينگولو نظامي عمليات روان دي او ددغه ولايت په ځينو سيمو کې يو شمېر طالب قومندانان تسليم شوي دي .

دشمال د پوليسو دغه قومندان ژمنه وکړه چې تر نظامي عملياتو سملاسي وروسته پاکې شوې سيمې د تل لپاره د امنيتي ځواکونو د ځاى پر ځاى کېدو په مټ ساتل کېږي او د سيمې د پرمختيا او غوړيدا لپاره حکومت د بيا رغونې پروژې پيلوي.

خو په شمال کې د نظامي عملياتو له ادعا شوي بري سره سره دغلته د ځينو سيمو اوسېدونکو رسنيو ته خپلې اندېښنې هم په ډاگه کړې چې په باور يې په دغه ډول عملياتو کې قومي او کورنۍ تربگنۍ هم پالل شوې اوځينې کسان د شخصي او قومي ملحوظاتو پر بنسټ نيول شوي يا بنديان شويدي .

خو طالبانو پخوا دغه ډول شوي څرگندونې نه دي منلې او هغوى دافغانستان په هره سيمه کې د خپلو سيمه ييزو قوماندانانو د تسليمېدو خبرونه هر کله رد کړيدي .

په دې وروسيتو مياشتو کې دافغانستان په شمال کې نا امني زياته شوې بلل کېده او د دفاع وزارت په خبره په سويل کې پر وسله والو طالبانو د پيل شويو عملياتو له کبله د فشار د راتلو په نتېجه کې گنې طالبان دافغانستان شمال ته تللي دي .