په خوست د ټاکنو د پايلو پر ضد لاريون وشو

خوست
Image caption لاريونو غوښتل چې د درغليو او لاسوهنو له امله دې تېرې ټاکنې بې اعتباره وبلل شي او له سره دې وشي .

د افغانستان په سوېلي ولايت خوست د ولسي جرګې په ټاکنو کې يو شمېر نوماندانو او د دوی سلګونه پلويانو لاريون وکړ .

دا هغه نوماندان دي چې د ټاکنو د لومړنيو پايلو له مخې ناکام شوي دي .

د دوی د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونه تورونول چې په لوی لاس يې په ټاکنو کې درغليو او لاسوهنو ته لاره هواره کړي او له دې امله يې پړه بلل چې د دوی په وينا د ځينو نوماندانو حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي .

د ټاکنو لومړنۍ پايلې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې اعلان شوې .

له تېرو څو ورځو راهيسې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو نوماندان کابل ته راغلي دي .

دوی په تېرو دوو پرله پسې ورځو کې د ولسي جرګې د تاکنو د پايلو پر ضد هم لاريونونه کړي دي .

د دوی ټولو غوښتنه دا ده چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې او بايد له سره وشي . خو د ټاکنو کمېسيون ټاکنې رڼې بولي او وايي د بيا کېدو شونتيا يې نشته.

د کابل پرونی لاريون

د ولسي جرګې د ټاکنو د پايلو پر ضد پر دويمه پرله پسې ورځ شوي لاريون کې د اوسنۍ ولسي جرګې هغو غړو هم ګډون کړی و چې د لومړنيو پايلو له مخې ناکام شوي دي . دوی ټولو ويل چې د ټاکنو پايلې ورته د منلو وړ نه دي .

دغو نوماندانو بېلابېلې غوښتنې کولې خو ټولو يې د وږي د اته ويشتمې ټاکنې له درغليو، لاسوهنو او سرغړونو ډکې بللې او ټينګار يې کاوه چې بايد له سره وشي

اعتراض کوونکو نوماندانو د لاريون په پای کې ګواښ وکړ چې خپل لاريونونه به اوږدوي او نورو ولايتونو ته به يې هم غځوي .

په همدې حال کې د ټاکنو کمېسيون وايي د دغو نوماندانو دقانع کولو لپاره يې يوه ځانګړې جرګګۍ جوړه کړې ده چې له هغوی سره د دوی پر نيوکو او ستونزو خبرې وکړي .

خو د کمېسيون وياند نور محمد نور له بي بي سي سره په خبرو کې وويل که کوم نوماند اسناد لري چې سمې رايې ورباطلې او ياکمې شوې دي نو دوی چمتو دي چې له سره يې وشمېري .

خو هغه دا ناشونې وبلله چې ګنې يا به ټاکنې له سره وشي او يا به باطلې رايې په سمو کې وشمېرل شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون هم وايي چې د لومړنيو پايلو تر اعلان درې ورځې وروسته د شکايت اخيستلو وخت پای ته رسېدلی او اوس دوی نه شي کولای د چا شکايت ته غوږ و نيسي .

ددغه کمېسيون يوه غړي وويل شاه سلطان عاکفي وويل که ثابته شي چې د ټاکنو کمېسيون سمې رايې ناسمې بللې نو بېرته به يې له سره وشمېري خو هغه ډاډ وښود چې د ټاکنو کمېسيون خپل کار د قانون پر بنسټ کړی دی .

ښاغلي عاکفي وويل ددوی کمېسيون ته شاوخوا شپږ زره ټاکنيز شکايتونه رسېدلي چې نيم يې جدي دي او کېدای شي د ټاکنو پر پايلو اغېزه وکړي . هغه زياته کړه د رسېدلو شکايتونو نژدې نيمه برخه ارزول شوې او هيله يې وښوده چې تر ټاکلې مودې به ټول شکايتونه وارزوي.

د ټاکنو لومړنۍ پايلې نژدې دوه اونۍ مخکې اعلان شوې او د پايلو تر اعلان وروسته ولسمشر کرزي هم و منله چې د هېواد په ځينو سيمو کې ټاکنې نه دي شوې او د پايلو له مخې قومي انډول پکې پيکه ښکاري .