اروپا ته د افغانستان پر هوايي کرښو د بنديز شونتيا

اريانا افغان هوايي شرکت
Image caption په افغانستان کې دا مهال پېنځه هوايي شرکتونه فعاليت کوي چې يو يې دولتي او څلور نور يې نادولتي دي .

چارواکي وايي شونې ده راتلونکې اونۍ اروپا ته د افغانستان د هوايي کرښو پر الوتنو له دې امله بنديز ولګېږي چې ويل کېږي خونديتوب يې معياري نه دی.

د افغانستان د ترانسپورټ سرپرست وزير داود علي نجفي ويلي ، دی به برسلز ته سفر وکړي او د اروپايي ټولنې د هوايي چلند د خونديتوب جرګګۍ ته به هغه تګلاره وړاندې کړي ولسمشر حامد کرزي يې ددغې اونۍ په سر کې ورته سپارښتنه کړی وه.

ښاغلي نجفي وويل : (( زه تمه لرم چې زه به اروپايان قانع کړم چې اروپا ته د افغانستان د هوايي کرښو د الوتکو ورتګ بند نه کړي. ))

نوموړي زياته کړه : (( ولسمشر کرزي ماته لارښوونه کړې چې د ملکي هوايي چلند لپاره د ترانسپورټ وزارت په چوکاټ کې يوه تګلاره جوړه کړم چې دغه تګلاره به د افغانستان د ملکي هوايي چلند چارې تنظيم کړي. ))

يوه لوړ پوړي اروپايي چارواکي ويلي د اروپا د هوايي چلند د خونديتوب جرګګۍ د راتلونکې سې شنبې پر ورځ غونډه کوي چې د افغانستان د ټولو هوايي کرښو د بندولو پر سر بحث وکړي .

دغه چارواکي ويلي د افغانستان پر هوايي کرښود بالقوه بنديز لامل دا دی چې خونديتوب يې معياري نه دی .

د افغانستان د هوايي کرښو الوتکې تر دې وړاندې هم د اروپا ډېرو هېوادونو ته نه شوای تلای خو په دې وروستيو کې ترانسپورټ وزارت ويلي و چې دوی هڅې کوي پر افغان هوايي کرښو لګېدلي بنديزونه پای ته ورسوي.

په کور دننه بنديزونه

د اکتوبر پر پېنځه ويشتمه افغان حکومت اعلان وکړ چې د کورنيو هوايي شرکتونو د انتونوف الوتکو پر الوتنو يې له دې امله بنديز لګولی چې زړې او د افغانستان په غرنيو سيمو کې خطرناکې دي.

د انتونوف الوتکو په اړه اندېښنې له هغه وروسته ډېرې شوې چې د روان کال په غويي کې د پامير هوايي شرکت يوه څلوېښت کلنه انتوف ۲۴ ډوله الوتکه د هندوکش دغرونو په لمنوکې ولوېده.

د ترانسپورټ او هوايي چلند مرستيال وزير محمدالله بتاش ويلي د انتونوف ۲۴ ډوله الوتکو په اړه د دوی د وزارت څېړنې ښيي چې د هېواد په غرنيو سيمو کې ډېرې خطرناکې دي .

د ښاغلي بتاش په وينا د افغانستان د هوايي چلند قوانين يوازې هغو الوتکو ته د الوتنې اجازه ورکوي چې د الوت عمر يې تر ۱۵ کلونو ډېر نه وي .

خو تر اوسه پورې کره معلومه نه ده چې په افغانستان کې د کارول کېدونکو الوتکو عمرونه څو کلونو ته رسېږي.

د ښاغلي کرزي لارښوونه

په تېر غويي کې د پامير هوايي کرښې د يوې الوتکې تر رالوېدو وروسته ولسمشر کرزي د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ته امر وکړ چې په خصوصي او دولتي هوايي شرکتونو پورې داړوندو الوتکو دالوتنې د خونديتوب لپاره دې يو لړ ګامونه واخلي .

ښاغلي کرزي وزارت ته دنده وسپارله چې دهوايي چلند دنړيوالې ټولنې له معيار او قوانينو سره سم د ټولو خصوصي او دولتي هوايي شرکتونو مساپر وړونکې او کارګو الوتکې له تخنيکي اړخه، له سره وګوري .

دغه راز بايد د ټولو الوتکو دالوتنې پر مودې او دالوتنې دعملي پر مسلکيتوب او چمتوالي باندې هم له سره غور وکړي .

د ښاغلي کرزي حکم ياد شوي وزارت ته لارښوونه کړې وه. هغه الوتکې چې دخوندي الوتنې له معيارونو سره برابرې نه وي اويا دالوتنې هغه کارکوونکي چې دمسلکي چمتوالي کچه يې لږه او تر نړيوالو معيارونو ټيټه وي دالوتنو له پلان څخه لري کړي.

دا مهال په افغانستان کې پر دولتي هوايي شرکت اريانا افغان سربېره پېنځه نور هوايي شرکتونه فعاليت کوي چې څلور يې مساپر وړونکي او يو يې کارګو دی .