په فارياب کې ځانمرګي بريد لس تنه ووژل او تر 20 زيات يې ټپيان کړل

Image caption فارياب د افغانستان په شمال لوېديز کې پروت نسبتا ارام ولايت بلل کېږي.

په شمال لوېديز ولايت فارياب کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او لږ تر لږه 22 تنه نور ټپيان شوي دي .

بريد نن سهار په ميمنې ښار کې شوی او موخه يې د ولايتي شورا ريس رحمت الله و چې سخت ژوبل شوی دی .

له بريده څو شېبې وروسته د فارياب والي عبدالحق شفق بي بي سي ته وويل: ((له بده مرغه په ځانمرگي بريد کې زموږ د ولايتي شورا د مشر په گډون ٢١ تنه ژوبل شول او ٥ نور شهيدان شول. په شهيدانو کې يو کس د ولايتي شورا د مشر ساتونکى او نور ټول شهيدان او زخميان ولسي وگړي دي.))

خو وروسته ځايي چارواکو وويل چې په بريد کې د وژل شويو کسانو شمېره زياته شوې او لس تنه ته رسېدلې ده .

طالبانو د بريد مسوليت منلی دی .

يوه امنيتي چارواکي ويلي بريدګر په يوه موټر کې سپور و او ځان يې په جمعه بازار کې رحمت الله ته نژدې کړ وروسته يې چاودنه وکړه.

فارياب د افغانستان په شمال لوېديز کې پروت نسبتا ارام ولايت دی .

تېره ورځ په شمال کې د افغان پوليسو قوماندان جنرال داود داود ويلي ول چې دغلته يې د طالبانو زور اوبه کړی او ډېر کسان يې د فشار له امله دولت ته تسليم شوي دي .

هغه وويل په شمالي ولايتونو کې پوځي عمليات بريالي پر مخ روان دي .