په م.م کې روسي استازى: ناټو دې له جنوب نه د طالبانو پاڅول ودروي

ښاغلی چورکين
Image caption دا لومړی ځل دی چې روسيې په دومره تونده ژبه پر ناټو باندې اورپکۍ ته د دودې ورکولو تور پورې کړی دی .

د پخواني شوروي اوو جمهوريتونو له ناټو څخه غوښتي چې له سوېل څخه د افغانستان نورو سميو ته د اورپکو له خپرولو لاس واخلي.

دغه هېوادونه چې د ډله ييز امنيت د تړون غړي دي تور لگوي چې د ناټو ((نا اغېزناک عمليات)) ددې سبب گرځي چې اورپکي له جنوب څخه ووځي او پر نور افغانستان خپاره شي.

د اسوشيتيد پرېس د خبر له مخې، په ملگرو ملتو کې د روسيې سفير ددغو هېوادو په استازيتوب پر ناټو غږ وکړ چې خپل عمليات د اورپکو او ترهگرو له منځه وړلو ته اړم کړي.

سفير ويتالي چورکين د ملگرو ملتو عمومي غونډې ته اندېښنه څرگنده کړه چې د افغانستان په شمال کې زياتېدونکې ناامنۍ په منځنۍ اسيا کې د پخواني شوروي جمهوريتونه اندېښمن کړي دي.

د روسيې د استازي په وينا، پوځي عمليات ددې پر ځاى چې طالبان له منځه يوسي، په داسې حال کې يې نورو سيمو ته خپروي چې پوځي زور يې هماغسې پر ځاى پاتې وي.

د ملگرو ملتو عمومي غونډه د افغانستان پر حالاتو غور کوي.

ټاکل شوې، نړيوال استازي، افغان لوري ته د امنيتي مسووليت د گام پر گام سپارنې په اړه پرېکړه وکړي.

د جرمني سفير چې عمومي جرگې ته يې د پرېکړې طرحه وړاندې کوله وويل : ((١٩٢ غړي هېوادونه له افغان ولس سره خپل پيوستون څرگندوي او ټينگار کوي چې د مسووليتونو لېږدونه به د راوتلو مانا ونه لري.))