ناټو د افغان سرتېري لخوا د بهرنیو عسکرو د وژلو پلټنه کوي

هلمند
Image caption رپوټونه وايي چې یوه افغان سرتېري بهرني پوځيان د شپې مهال په ډزو وژلي دي.

ناټو د هغو رپوټونو سپيناوی کوي چې د افغانستان په سوېل کې يو افغان سرتېري بهرني پوځیان په ډزو وژلي.

د افغانستان رسنيو راپور ورکړی چې دغه سرتېري په افغانستان کې د مېشتو سوله ساتو ځواکونو درې سرتېري د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې وژلي دي.

ناټو ځواکونه وايي له افغان ځواکونو سره یې په ګډه په هلمند کې د یوه افغان سرتېري لخوا د ایساف د درو سرتېرو د وژل کېدو په اړه پلټنه پیل کړې ده.

ایساف وايي دا مهال د ایساف او افغان حکومت لخوا يو ګډ پلاوی د دې پېښې پلټنه کوي، خو دا مهال له ډېرو جزییاتو ورکولو ډډه کوي.

د هلمند د پولیسو سلاکار مشر تورنجنرال کمال الدین خان ویلي ''موږ ته خبر رارسېدلی چې د ملي اردو یوه سرتېري د ایساف پر پوځيانو ډزې کړې، خو د زیاتو جزییاتو په اړه یې مالومات نه لرو.''

د طالبانو د یوه ویاند قاري یوسف احمدي ځينو رسنیو ته ویلي چې ''یوه افغان عسکر درې بهرني سرتېري په ډزو وژلي او بیا طالبانو ته ورغلی دی.''

ښاغلي احمدي ویلي چې دا برید د سنګین ولسوالۍ په تامیرانو سیمه کې د ناټو ځواکونو په اډه کې د شپې مهال شوی.

بل خوا په کابل کې مېشتو ایساف ځواکونو بي بي سي ته په یوه رالېږلې ویناپاڼه کې ویلي چې د شنبې پر ورځ یې د افغانستان په سوېل کې یو سرتېری وژل شوی.

ویناپاڼه کاږي چې دغه سرتېری نن (شنبه، د نومبرشپږمه) د اورپکو په یوه برید کې تر ټپي کېدا وروسته مړ شوی، خو د پېښې دقیق ځای او د وژل شوي سرتېري هویت یې نه دي په ډاګه کړي.

Image caption ایساف وايي د شنبې په ورځ یې یو سرتېری په نښته کې وژل شوی.

په تېره جولای میاشت کې هم یوه افغان سرتېري درې برتانوي پوځيان په ډزو ووژل او د همدې میاشتې پر ۲۰ مه په شمالي بلخ ولایت کې د ملي اردو یوه سرتېري د روزنې پرمهال یو افغان سرتېرې او دوه امريکايان په ډوز وژلي ول.

د ۲۰۰۹ کال په نومبر میاشت کې يوه افغان سرتېري پنځه برتانوي پوځيان د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې پرمهال په ډزو ووژل.

په افغانستان کې تر امریکا وروسته برتانیا ډېر سرتېري لري.

برتانیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځيان لري، چې زياتره يې په سوېلي ولایت هلمند کې مېشت دي.

ورته مطالب