په غور کې د کتاب د نشتوالي ستونزه او د غوريانو غوښتنې

کتابونه
Image caption د غور اوسېدونکي ټينګار کوي چې د دغه ولايت د کولتوري او فرهنګي ودې لپاره بايد کتابتونونه او د کتاب نندارتونونه جوړ شي.

په داسې حال کې چې د هرات سيمه ييز چارواکي د ولسواليو لپاره د جلا کتابتونونو د جوړولو طرحه اعلانوي، په ګاونډي ولايت غور کې ان يو مجهز عامه کتابتون هم نشته.

د غور ولايت ډېرې کولتوري څېرې او ځوانان وايي په دغه ولايت کې کافي کتابونه نشته او له همدې کبله ځوانان په پوهنيزو او کولتوري ډګرونو کې پرمختګ او وده نه شي کولای .

د غور ولايت يو اوسېدونکی اکبر حکيمي:)) اوس په غور کې لوی کتابتون نلرو چې ځوانان ورڅخه استفاده وکړي ، دولت هم دې برخې ته پام نه کوي. دا ډېرې ناوړه اغېزې لري، کتاب او کتابخانه نشته چې ځوانان ګټه ورڅخه واخلي او ډېری ځوانان هم بې سواده دي.))

په غور ولايت کې سيمه ييز چارواکي هم وايي له دې سره سره چې دوی يو شمېر کتابونه راټول کړي خو د دوی په وينا د يوه عامه کتابتون د جوړولو لپاره په دې ولايت کې مناسب ځای نشته.

د غور د اطلاعاتو او کولتور ريس محمد سرور آزاد:(( له بده مرغه چې د کتابتون لپاره ودانۍ نشته، کتابونه هم ډېر نه لرو . څلور زره کتابونه چې د اطلاعاتو اوکولتور په ودانۍ کې شته ، هغه کافي نه دي . موږ د کتابتون، مطبعې او د اطلاعاتو او کولتور د نورو څانګو لپاره تعمير نه لرو.))

اينټرنټي سرچينې او د کتاب نندارتون

د غور ولايت يوشمېر ځوانان د دې ترڅنګ چې د چغچران په ښار کې د يوه مجهز عامه کتابتون د جوړولو پر اړتيا ټينګار کوي په دغې برخه کې د ځينو نورو اړتياوو يادونه هم کوي.

د غور ولايت يو اوسېدونکی شاه محمد شهاب وايي د کتاب دودولو لپاره دولت بايد د اينټرنټي سرچينو او د کتاب د نندارتونونو جوړول هم هېر نکړي:

(( د غور په ولايت کې موږ پر عامه کتابتون سربېره نورو کتابتونونو ته هم اړتيا لرو ، انټرنټ کلپونو ته هم ډېره اړتيا ليدل کېږي، او بله مهمه خبره دا ده چې د کتاب نندارتونونه بايد دلته جوړ شي، چي ځوانان کتابونه وويني ، کتابونه واخلي او د کتاب په ارزښت پوه شي او هغه ولولي.))

شتمنه مخينه او ننۍ بېوزلي

غور د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې په کولتوري ډګر کې ځلانده مخنيه لري خو د دې ځلانده تاريخ او کولتوري پرمختګونو نښي اوس يا د غور د لرغونو ودانيو په هېنداره کې ترسترګو کېږي او يا د اوسنيو ليکوالانو په کتابونو کې، هغه کتابونه چې ليکل شوي خو د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له کبله ناچاپه پاتې دي .

اوس تمه کېږي چې د دولت لخوا د يوه منظم پلان له مخې د غور په ولايت کې يو ځل بيا د پراخ کولتوري پرمختګ او ودې کابو رامنځته شي.