اوروزګاني: په دايکنډي کې يوه ښځينه ډاکټره کار کوي

قربان علي اوروزګاني
Image caption د دايکنډي والي تور لګوي چې په دغه ولايت کې هغو موسسو هېڅ کار نه دی کړی چې د روغتيا په برخه کې فعاليت کوي.

د افغانستان د عامې روغتيا چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې په سلو کې اتيا کسانو ته يې روغتيايي اسانتياوې رسولې دي خو د دايکنډي والي وايي چې له دې ټولو سره سره په دغه ولايت کې يوازې يوه ښځينه ډاکټره کار کوي.

د روزګان والي قربان علي روزګاني بي ته وويل چې د ژمي په را رسېدو سره روغتيايي مرکزونو ته نه لاسرسي او په تېره بيا د ښځينه ډاکټرانو نشتوالي د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي : (( روغتيايي کلينکونه جوړ شوي خو دارو درمل نه لري ، په سيمه کې يو څو ډاکټران شته خو دومره نه دي چې د خلکو اړتياوې پوره کړي .زموږ يوه ځانګړې ستونزه دا ده چې په ټول دايکنډي ولايت يوازې يوه ښځينه ډاکټره، درې قابلې ، او يو څلوېښت نرسانې شته چې دا په هېڅ ډول خلکو ته نه شي رسېدای . ))

ښاغلی اروزګاني تورولګاوه چې دغلته هغو خيريه موسسو چې تېر کال يې خلکو ته روغتيا اسانتياوې برابرولې هېڅ کار نه دی کړی.د ده په وينا دغې برخې ته له ځانګړو شويو پيسو څخه هم ناوړه ګټه اخيستل شوې ده.

ښاغلي سلطاني وويل چې د ولايت د خلکو ستونزې د عامې روغتيا له لوړ پوړو چارواکو سره شريکي خو دده په وينا دا مهال چې ژمی هم په را رسېدو دی مرکزي حکومت هېڅ نه دي کړي : (( د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ولايتونو د روغتيا څانګې انجيوګانو ته سپارلې دي ، د دايکنډي په څېرو په ځينو ولايتونو کې د غو انجوګانو هېڅ ګټه چاته نه ده رسولې او ان د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې فکر لا نه کوي .

پخپله د دايکنډي دعامې روغتيا رياست هم فعال نه دی او موږ د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هېڅ قناعت نه لرو.))

د دايکنډي سوړ ژمی او د خلکو بېوزلي هغه څه ده چې په ګډه د بېوزلو کسانو ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوي .

د مرامور ولسوالۍ يوه اوسېدونکې زهرا وايي دغلته ډېر قربانيان هغه مېرمنې وي چې د زېږون پر مهال روغتيايي اسانتياو ته د نه لاسرسي له امله مري: (( د ښځو حالت ډېر خطرناک دی ، په دې خاطر چې دلته ډاکټر نشته او هغه مېرمنې چې حاملې وي دوی ډېری وخت د زېږون پر مهال مري . ))

دايکنډي د افغانستان د مرکزي غرنيو ولايتونو په ډله کې ده چې ژمی د هېواد د نورو برخو په پرتله يو څه ژر رارسېږي او ويل کېږي چې پېنځه مياشتې يې له نورو ګاونډيو ولايتونو سره د واورو له کبله لارې ګودرې بندېږي .

دا يکنډي له پلازمېنې کابل څخه سلګونه کيلومتره لېري پروت ولايت چې د خامو او کنډو کپر لارو له امله ورته موټر شاوخوا څلوېښت ساعته مزل کوي.