په نظرپوښتنه کې ويل شوي ډېر افغانان راتلونکي ته هيلمن دي

ايشا فونډېشن
Image caption ايشيا فونډېشن له څو کلونو راهيسې په افغانستان کې ورته نظر پوښتنې کوي او د افغانستان د روانو حالاتو او دغلته د بېلابېلو مسايلو په اړه د عامو افغانانو نظرونه معلوموي.

د هغې نظر پوښتنې له مخې چې د افغانستان په څلور دېرشو ولايتونو کې شوي او په ترڅ کې يې شاوخوا 6000 تنه پوښتل شوي، 40 سلنه افغانان په دې نظر دي چې هېواد يې پر سم لوري گام اخيستى .

د دغې نظر پوښتنې له مخې په ډاگه شوې چې د 2009 کال د نظر پوښتنې پر تله، په سږنى ارزونه کې پنځه سلنه زيات خلک په افغانستان کې روان حالت ته هيله من دي .

په افغانستان کې د ايشيا فونډيشن د پروگرامونو د مشر فضل ربي حقبين په وينا په امنيتي وضعيت کې ښه والى ، بيا رغنيزې چارې، د نجونو لپاره د زده کړو اسانتياوې او د ټولو افغانانو په ژوندانه کې ښه والى هغه څه چې ډېر افغانان يې راتلونکي ته هيله من کړي دي.

دغه راز په شوې نظر پوښتنه کې ويل شوي چې افغانان د خپل حکومت د هغو هڅو ننگه او ملاتړ کوي چې د دولت ضد وسله والو ډلو سره يې د خبرو اترو په موخه پيل کړې دي .

د ښاغلي حقبين په خبره 83 سلنې کسانو د دغه بهير ننگه کړې .

په 2009 کال کې چې کومه نظر پوښتنه شوې وه په هغې کې په سلو کې يو اويا کسانو د سولې د بهير ملاتړ کړی و ، خو دغه ځل په دې برخه کې د خلکو نظر بدل شوى دى .

دا رنگه نظر پوښتنه ښيي چې د 2009 کال په پرتله د افغانانو اقتصادي حالت هم ښه شوى دى .

دغه نظر پوښتنه ښيي چې دا مهال په افغانستان کې د ښځو حقرنو ته پام اوښتى او نجونې کولاى شي په ډاده زړه د هلکانو په شان په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.

دغه راز په ٢٠١٠ کال کې له کوره بهر د ښځو له کار کولو سره مخالفت هم ډېرې ټيټې کچې ته را رسېدلی دى .

له دې ټولو سره سره د افغانستان په سوېل ، سوېل ختيځو او سوېل لويديځو سيمو کې روان تاوتريخوالى او وزگارتيا لا هم د سترو ننگونو په توگه پر خپل ځاى پاتې دي .

دا کار د دې لامل شوى چې په ادارو کې درغلۍ ډېرې او ادارې نورې هم کمزورې شي چې په ډول پر ادارو باندې د خلکو باور نور هم کم شوی دی.

د ايشيا فونډيشن اداره وايي دغه نظر پوښتنه د افغانستان د نفوسو په پام کې نيولو سره نژدې په ټولو ولسواليو کې شوې او له 2004 کال راهيسې هر کال دغه شان نظر پوښتنې په افغانستان کې د همدغې ادارې له خوا کېږي .