رفعت: ځينۍ خلک غواړي په زور ولسي جرګې ته ولاړ شي

Image caption د شکايتونو کمېسيون وايي ځينې کړۍ پر دوی فشار راوړي چې ولسي جرګې لاره و مومي خو زياتوي هېڅوک به په دې توګه بريالی نه شي.

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي لاسوهنه ردوي ، خو وايي په حکومت کې دننه ځېنې کړۍ پر دوی فشار راوړي چې راتلونکي پارلمان ته د ځانګړو نوماندانو ورتلو ته لاره هواره کړي.

که څه هم دغه کمېسيون په ډاګه د کوم سړي او يا هم ډلې نوم وانه خيست ، خو د رسنيو له لارې يې دغو ډلو ته په ټاکنيزو چارو کې د نه مداخلې پيغام ورکړ.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون غړی او وياند احمدضيا رفعت وايي هېڅوک به دوی له خپله هوډه وا نه ړوي : (( موږ چې اوس د شکايتونو د څېړلو په حساسه مرحله کې يو . زموږ دا پېغام به هغه خلک خپه کړي چې هڅه کوي پر موږ فشار راوړي. که د دغو ډلو تر شا هر څوک وي اجازه به ور نه کړو چې د ټاکنو اصلي مسير ته بدلون ورکړي.))

پر همدې مهال يو شمېر نوماندان د وږي د ۲۷ پارلماني ټاکنې له سرغړونو او درغليو ډکې بولي او ادعا کوي چې حق يې خوړل شوی دی.

په وروستيو ورځو کې يو شمېرهغو نوماندانو چې د لومړنيو پاېلو له مخې ناکام شوي دي لاريونونه کوي او د ټاکنو د بيا کېدو غوښتنه کوي.

خو د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون وياند ضيا رفعت د دغو پر لپسې لاريونونو په اړه وايي: (( موږ لاريونونه د افغانستان د خلکو حق بولو او هر نيوکه کوونکي نظرته درناوی کوو. البته لاريونونه که موږ ته د شکايتونو د ارزونې په اړه معلومات راکړي بايد هرکلی يې وشي .

خو دا هم بايد زياته کړم ، که چېرته لاريونونه ددې لپاره وي چې د ټاکنو پر کمېسيون فشار راوړل شي او يو شمېر خلک وغواړي چې دغه کمېسيون نا سمې رايې سمې وبولي ، نو موږ بيا لاريون کوونکو ته دا پيغام لرو چې هېڅ ډول فشار نه شي کولای موږ له خپله لارې څخه لري کړي زموږ لاره دعدالت په پام کې نيول دي.))

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ډاډ ورکوي چې د ټولو ور رسېدلو شکايتونو ارزونه به کوي او تر اوسه يې د لومړۍ درجې ۹۰ په سلو کې شکايتونه ارزولي دي.

پر همدې مهال د شکايتونو د اورېدو کمېسيون د هېلمند، جوزجان ، خوست او لوګر ولايتونو د ۱۵ محلونو رايې باطلې اعلان کړې دي.

کمېسيون تر اوسه د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د شاوخوا ۶۵۰ محلونو رايې باطلې کړې دي.