ايساف: په يوه الوتکه کې مو د حقاني ډلې يو غړی و نيو

کابل نړيوال هوايي ډګر
Image caption ايساف دا د خپل ډول خورا بريالي عمليات بللي چې وايي اصلي رول پکې د افغان ځواکونو و.

داسې ښکاري چې په افغانستان کې مېشتو سوله ساتو ځواکونو ايساف په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې د اورپکو پر وړاندې خپلو عملياتو ته زور ورکړی ، خو په دې لړ کې د آيساف په وينا د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د حقاني ډلې د يوه غړي نيول يې په خپل ډول کې لومړي هغه بلل کېږي.

د ايساف يوه وياند متيو سه مرس بي بي سي ته وويل له افغان امنيتي ځواکونو سره يې د يو لړ ګډو عملياتو په ترڅ کې د حقاني ډلې يو مهم غړی نيولی چې غوښتل يې سعودي عربستان ته ولاړ شي: (( د بېلابېلو استخباراتي سرچينو معلومات د دې لامل شول چې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د وسلو يو چمتو کوونکی ونيول شي.

دغه سړی په الوتکه کې سعودي عربستان ته روان و، خو افغان امنيتي ځواکونو هغه په نښه کړ، افغان چارواکو په هوا کې الوتکې ته د بېرته راګرځېدو امر وکړ او نوموړی پرته له کومې پېښې ونيول شو. ايساف ځواکونو په دغو عملياتو کې ملاتړی رول درلود.))

خو آيساف تر دې دمه د نيول شوي سړي نوم او په دې اړه نور جزيات نه دي په ډاګه کړي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده خو ويل کېږي چې درې تنه نور مشکوک کسان تر دې مخکې چې الوتکې ته و خيژي د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې نيول شوي دي .

دغه راز د ايساف وياند متيو سه مرس زياتوي له افغان ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې يې په هېلمند ولايت کې د طالبانو يو مهم مشر نيولی دی: (( دا د هېلمند ولايت په موسی کلا کې يولړ ګډ عمليات و او موږ د طالبانو يو مشر قوماندان چې تر تعقيب لاندې و، ونيو. د ريپوټونو له مخې نوموړي په مارجه او شاوخوا سيمو کې د طالب اورپکو مشري کوله.))

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ايساف له خوا د ورکړل شوو شمېرو له مخې دغو ځواکونو په تېرو دريو مياشتو کې شاوخوا 1300 اورپکي او د هغوی مشران وژلي او څه باندې دوه زره نور يې ژوندي نيولي دي.