افغان چارواکو په زندانونو کې د اصلاحاتو د را وستو اعلان وکړ

د څرخي پله زندان
Image caption چارواکي وايي هڅه کوي چې زندانونو ته نوې ودانۍ جوړې کړي، د زندان ساتونکي سم وروزي او په دې توګه د زندانيانو اوسنۍ ستونزې هوارې کړي.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د زندانو په اړه ډېرې نيوکي کېږي . لويې نيوکې دغلته بشري حقونو ته نه پاملرنه، په ځينو ځايونو د زندانيانو ربړول او له هغو ی سره د زندان د ساتونکو ناسم چلند يادېږي .

خو د عدليې وزارت وايي اوس يې پتېيلې چې په زندانونو کې سمونونه راولي .

ددغه وزارت د زندانو د برخې مشر امير محمد جمشيد وايي هڅه يې داده چې په لومړي ګال کې يو شمېر شمېر زندانونو ته نوې او معياري ودانۍ جوړې کړي .

دغه راز ده وويل په دويم ګام کې د زندانونو د ساتونکو د مسلکي زدکړو لپاره يوه اکاډمي جوړوي او د زندانونو دکارکوونکو معاشونه به هم ور لوړ کړي.

ښاغلي جمشيدوويل د سمونونو په پيل کې يې د افغانستان د ټولو زندانونو مشران کابل ته وربللي چې له يو بل سره د زندانونو د حالت د ښه کېدو په اړه خبرې اترې وکړي.

تېرکال د څرخي پله زندان د زندانيانو د څو پرله پسې اعتصابونو شاهد و چې په پايله کې دولت اړ شو ددغه پاخه زندان پر زړه ودانۍ ګوتې ووهي او لږ يې ورغوي. خو د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون وايي چې يوازې په څرخي پله زندان کې نه بلکې د افغانستان په ټولو زندانو کې حالت ناوړه دی .

دغه کمېسيون څه موده وړاندې په يوه راپور کې پر حکومت کلکې نيوکې کړې وې چې د زندانونو خراب حالت يې نه دی بدل کړی .

په ټوله کې حکومت د هرې نيوکې پر مهال د امکاناتو نشتوالی پلمه کوي چې ګنې دوی يې له امله نه شي کولای سم کار وکړي .

د کندهار د زندان مشر غلام دستګير مايار په زندانونو کې د ستونزو اصلي غوټه د مامورينو په کمه تنخوا، او امتيازاتو پسې تړي: ((اول بايد د زندانونو لپاره په نړيوال ستنډرد ودانۍ جوړې شي.

هر بندي هم حقوق لري او هم مکلفيتونه، نو که هڅه وشي چې د دوی لپاره اول تعميرونه جوړ شي او پرسونل ته بايد زيات ترينګونه ورکړل شي او امتياز ډېر مهم دی .

ملي پوليس دولس زره- پېنځلس زره معاش اخلي ، ملي پوځ پېنځلس زره معاش اخلي خو زما سرباز شپږ زره معاش اخلي يا زما افسر تر نورو کم معاش اخلي . وګوره ددې په نتېجه کې بيا په وظايفو کې هم تغيرات راځي. ))

خو يو شمېر زندانيانو له بي بي سي په ټليفوني خبرو کې په زندانو کې له روان حالت څخه سر وټکاوه او ويې ويل په کوچنيو ودانيو کې تر کچ زيات کسان ځای پر ځای کړای شوي دي .

نيوکه کوونکي هم وايي چې د مامورينو خراب حالت يا په ټوله کې لږه تنخوا بايد ددې لامل نه شي چې زندانيان وځورول او يا په ناوړه حالت کې پاتې شي .

دا مهال د افغانستان په څلوردېرشو ولايتو کې په دولتي زندانونو کې تر اتلس زره زيات زندانيان ساتل کېږي او تر پېنځه زره زيات کسان په دغو زندانونو کې د دولتي مامورينو په توګه دندې لري .